ads

د دوو چاودنو مخه ونيول شوه

ځايي پوليسو د نميروز ولايت په دلارام ولسوالۍ كې د دوو ماينونو په له منځه وړلو سره د دوو چاودنو مخه ونيوله. د نيمروز ولايت امنيه قومندان عبدالجبار پردلي رسنيو ته ويلي، چې وسله والو طالبانو دوه حلقې ماينونه د يوه پل او خلكو د ګڼې كوڼې په ډكه سيمه كې ځاى پرځاى كړي وو، […]

نویسنده: TKG
28 سلواغه 1389

ځايي پوليسو د نميروز ولايت په دلارام ولسوالۍ كې د دوو ماينونو په له منځه وړلو سره د دوو چاودنو مخه ونيوله. د نيمروز ولايت امنيه قومندان عبدالجبار پردلي رسنيو ته ويلي، چې وسله والو طالبانو دوه حلقې ماينونه د يوه پل او خلكو د ګڼې كوڼې په ډكه سيمه كې ځاى پرځاى كړي وو، چې د ملي پوليسو د سرتېرو لخوا كشف او له منځه يوړل شول.

ځايي پوليسو د نميروز ولايت په دلارام ولسوالۍ كې د دوو ماينونو په له منځه وړلو سره د دوو چاودنو مخه ونيوله.

د نيمروز ولايت امنيه قومندان عبدالجبار پردلي رسنيو ته ويلي، چې وسله والو طالبانو دوه حلقې ماينونه د يوه پل او خلكو د ګڼې كوڼې په ډكه سيمه كې ځاى پرځاى كړي وو، چې د ملي پوليسو د سرتېرو لخوا كشف او له منځه يوړل شول.

نوموړي زياته كړه، چې وسله والو طالبانو غوښتل پر نظامي او ملكي موټرې والوزوي، خو په خپل كار كې بريالي نشول.

د پردلي په وينا، دغه ماينونه يې د ځايي خلكو په همكارۍ كشف كړي وو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، تر اوسه يې په دې تړاو څوك نه دي نيولي، خو د نيولو هڅې يې روانې دي.

په همدې حال كې د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ويلي، چې په دلارام ولسوالۍ كې يې د ملي پوليسو د سرتېرو دوه رېنجر موټر د ماين په چاودنه كې اولوزولي دي.

نوموړي په دې پېښه كې يادو سرتېرو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا هم كړې.

دلارام ولسوالي د فراه او هلمند له دوو ناامنو ولسواليو سره ګډه پوله لري، چې دې كار خپله د دغې ولسوالۍ پر ناامنه كولو اغېز كړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA