ads

د درې تنو لار شكوونكو د نيولو خبر وركړل شو

د پكتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ اوسسيدونكي وايي، چې تېره ورځ يې درې تنه لاره شكوونكي نيولي او امنيتي ځواكونو ته يې سپارلي دي. دوى زياتوي، چې دغه كسان يې همدې ولسوالۍ د سهاكو په سيمه كې د لارې شكونې پر مهال نيولي دي. د پكتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ اوسسيدونكي وايي، چې تېره ورځ […]

نویسنده: TKG
28 سلواغه 1389

د پكتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ اوسسيدونكي وايي، چې تېره ورځ يې درې تنه لاره شكوونكي نيولي او امنيتي ځواكونو ته يې سپارلي دي. دوى زياتوي، چې دغه كسان يې همدې ولسوالۍ د سهاكو په سيمه كې د لارې شكونې پر مهال نيولي دي.

د پكتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ اوسسيدونكي وايي، چې تېره ورځ يې درې تنه لاره شكوونكي نيولي او امنيتي ځواكونو ته يې سپارلي دي.

دوى زياتوي، چې دغه كسان يې همدې ولسوالۍ د سهاكو په سيمه كې د لارې شكونې پر مهال نيولي دي.

يو تن قومي مشر چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي رسنيو ته ويلي، چې دې كسانو د تېرې ورځې په اوږدو كې څو لارويان ودرولي وو او د جيبونو پيسې يې ترې وړې وي.

سرچينه وړاندې وايي: نيول شوي غله د سيمې د خلكو له خوا وهل شوي هم دي، دوئ وايې غله د كليو او بانډو د اوسيدونكو له خوا د راوتلې چيغې منګولو ته ورغلي او كومې پيسې يې چې له ځينو لارويانو څخه وړې وي، هغه يې خپلو واكدارانو ته رسولې دي او د غلو ډله يې امنيتي ځواكونو ته سپارلې.

ځايې چارواكي وايې په دې اړه يې پلټنې پيل كړې دي تر څو معلومه كړي چې لاره شكوونكي څوك او څه ډول شوكمار دي.

چيغه او اشر د پكتيا والو پلرني دودونه بلل كېږي، اشر هغه مهال كوي چې د يو دروند كار كولو لپاره د كلي ځوانان راټولېږي او چيغه د يوې بلا يا يو ناورين د محوې په پار د كلي لوئ او واړه راوزي او د منځه وړلو هڅه يې كېږي، په دې ورستيو كې يې دا لومړۍ پېښه وه چې يوه ډله غله د كلي د چيغي له خوا نيول كېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA