د ناټو په مشرۍ د ايساف ځواکونو وياند جنرال جوزف بلاتز رسنيو ته ويلي، چې د افغان ځمکنيو ځواکونو د پياوړي کولو ترڅنګ د هوايي ځواک د پياوړتيا او په عصري وسايلو يې د سمبالښت لپاره هم پراخې هڅې پيل شوې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، يواځې امريکا په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کال کې شل ميليارده ډالر د افغانستان د هوايي ځواک روزلو او سمبالښت ته ځانګړي كړي.
جنرال بلاتز زياته كړه، چې د يادو پيسو ډېره برخه د هوايي ځواک لپاره د الوتکو، ټرانسپورټي هيليکوپټرو، د پيلوټانو په زده کړې او د هوايي ليکو د ماشينونو د نصبولو او هوايي ډګرونو په جوړولو مصرفيږي.
که څه هم دمګړی د افغانستان هوايي ځواک پياوړی نه دی خو په دې برخه کې هڅې ګړندۍ شوي او ويل کيږي، چې د ملي پوځ تر څنګ اوس اوس د پوليسو لپاره هم ۲۲ ټرانسپورټې هيليکوپټرې پيرودل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ