دهلمندولايت په ناوې ولسوالۍ كې تيره شپه بهرنيو ځواكونو دپوځي عملياتو په ترڅ كې ديوې كورنۍ څلور غړي وژلي او يو بل يي له ځانه سره بيولى دى .
دهلمندولايت په ناوې ولسوالۍ كې تيره شپه بهرنيو ځواكونو دپوځي عملياتو په ترڅ كې ديوې كورنۍ څلور غړي وژلي او يو بل يي له ځانه سره بيولى دى .دناوې ولسوالۍ اوسېدونكيو او د وژل شويو کسانو ګاونډيان وايي چې دوي له څلورو كلونو راهيس دغه كسان پېژندل او هغوي له هيڅ ډلې سره اړيكه نه لرله
دغه کسان وايي دژل شويو کسانو له ډلې نه يوتن زراعت پوهنځي محصل او دوه تنه نور دښوونځي زده کوونکي وو چې درخصتيو له كبله دخپلې مور او پلار ليدو ته راغلى وو
ناوه ولسوالي چي دلښكرګاه په جنوب كي له نفوسوډكه سيمه ده په دي وروستيو كي په كي امنيتي پيښي زياتي شوي دي.
دهلمند والي وياند داود احمدي هم دڅلورو تنو دوژلو پښه تائيد كړه او زياتوي چې دالاتراوسه نه ده مالومه چې وژل شویو کسانو له وسله والو طالبانو سره کومه اړیکه لرله او کنه
دی وایی دبهرنیو ځواکوپه وینا چې موږ یوه ورځ وړاندې یو تن له ځان سره وړی وو هغه په دې اعتراف کړ ی چې ددغه کورنۍ له لوري دوسله والو طالبانو سره مرسته کېده
دناوي ولسوالي دنيګاري دسيمي اوسيدونكي وايي دملا عبدالخالق يو ورور چي دچاپي پرمهال دنوموړي په كور كي وو اوس لادركه دي چي كيداي شي هغه هم بهرنيو ځواكونو له ځان سره وړى وي
دنيګاري اوسيدنكي وايي وړمه شپه هم دناوې ولسوالۍ په همدي سيمه كي بهرنيو ځواكونو دشپي له پلوه چاپه وهلي ده چي ديوه كور څلورتنه يي دځان سره ژوندي وړي دي .
كه څه هم دسيمي اوسيدونكي وايي د بهرنيو ځواكونو له له لوري وړل شوي کسان ټول ملکي دي خو په دي اړه تر اوسه دولتي اوبهرنيو ځواكونو څه نه دي ويلي
ديوه بل خبرله مخي دهلمند دامنيت امر سمونوال كمالدين شيرزوى وايي چي تيره ورځ دهلمند ولايت په نهرسراج ولسوالي كي دپوليسو دګزمې پرموټر دماين چاودنه رامنځته شوي ده چي يو پوليس په كي وژل شوى او بل ټپي دى
پرپوليسو باندي دماين دچاودني مسئوليت چاپه غاړه نه دى اخستى خو دطالبآنو وياندقاري يوسف احمدي وايي چي تيره ورځ دهلمند ولايت دواشير ولسوالۍ په سياپشته سيمه كي دبهرنيوځواكونو ديوه كاروان پنځه ټانګونه يي په ماينونو له منځه وړي دي اوپه كي سواره يولس بهرني سرتيري يي وژلي دي
خو په هلمند كي كورني او بهرني مسئولين دطالبآنود ويانددغه اداعا نه مني
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


