د امريکا دفاع وزارت (پنتاګون) ويلي دامريکا په مشرۍ دايتلافي ځواکونو دقومندان جنرال ډېوېډ پيټريوس دنده به په افغانستان كې ژر پای ته ونه رسېږي .
د امريکا دفاع وزارت (پنتاګون) ويلي دامريکا په مشرۍ دايتلافي ځواکونو دقومندان جنرال ډېوېډ پيټريوس دنده به په افغانستان كې ژر پای ته ونه رسېږي .
وړاندې د برتانيا ټايمز ورځپاڼې د خپلو سرچينو په حواله ويلي و، چې د روان ۲۰۱۱ کال له پای ته رسېدو مخکې به پيټريوس خپله دنده پرېږدي .
دپنتاګان يوه وياند دټايمز درپوټ په غبرګون کې ډاډ ورکړی چې جنرال ډېوېډ پيترېوس به په افغانستان کې خپله دنده پرېنږدي .
د سرچينې په وينا،په افغانستان کې د مېشتو سوله ساتو ځواکونو (ايساف) دنده به د مهال وېش له مخې په تدريجي ډول پای ته ورسېږي، خو دا وخت لانه دی رارسېدلی .
نوموړی د جنرال سټېنلي مكکرېسټل له ليرې کېدو وروسته د بارک اوباما له خوا د هغه ځاى ناستی وټاکل شو .
وړاندې واشنګټن پوست هم ليکلي وو چې په پام کې ده د روان کال تر پايه به امريکا په افغانستان کې دپيټريوس او سفير کارل ايکنبيري په ګډون خپل جګپوړي پوځي او ناپوځي مشران بدل کړي .
خو نورو امريکايي چارواکو د واشنګټن پوست پر رپوټ څه غبرګون نه دی ښودلی .
دبارک اوباما دولت اعلان کړی، چې له افغانستانه به په تدريجي ډول امريکايي ځواکونه ووځي، چې د روان کال له جولای مياشتې به دا لړۍ پيلېږي .
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


