په كندز ولايت كې د وروستيو ناامنيو له كبله د بې روزګارۍ كچه مخ په لوړېدو ده. د كندز ښار په څلور لارې كې په سلګونه ځوانان په دې تمه ناست وي چې کار ومومي او ماښام خپلو بچو ته یوه مړۍ ډوډۍ یوسي.
په كندز ولايت كې د وروستيو ناامنيو له كبله د بې روزګارۍ كچه مخ په لوړېدو ده.
د كندز ښار په څلور لارې كې په سلګونه ځوانان په دې تمه ناست وي چې کار ومومي او ماښام خپلو بچو ته یوه مړۍ ډوډۍ یوسي.
د كندز ولايت د قلعه ذال اوسېدونكى ۳۸ كلن محمد حليم هر سهار په څلور لارې کې ولاړ وي چې کار ونه مومي، خو کورته نهیلی ستنېږي.
هغه وايي: (( ځینې ورځې د غرمې تر ۱۱ بجو همدلته د سړک پر سر وم، خو کار نه پیدا کېږي.))
۳۸ كلن محمد الله چې په خبره يې د نري رنځ ناروغي يې هم كړوي د بې روزګارۍ په باب وايي:(( مشر زوى مې ۱۶ كلن دى، په مزدورۍ پسې كله مزار كله كابل ته ځي او زه له دې ۹ كلن زوى سره په دا سپينه ږېره په خوارۍ بوخت يم.))
هغه زياتوي:((په دې څلور لارې كې ناست يو، ګوندي څوك راشي، د مزدورۍ راته ووايي، ټوله ورځ په دې تمه تېره شي.))
د كندز ښار هغه اوسېدونكي چې د ښار په لارو او كوڅو كې د سړك پر سر يا په كراچيو كې خوراكي توكي پلوري، شكايت كوي چې په وينا يې امنيتي پوليسو او ټرافيكو يې د كار مخه ډب كړې ده.
د كندز په ښار كې يو تن كراچيوان محمد حليم په وينا، په كور كې څوارلس تنه غړي لري، د ټولو نفقه يې پرغاړه ده: (( زما ګټه د مياشتې څلور زره افغانۍ وي، په دې به څوك دومره كورنۍ وساتي.))
د حليم په خبره د ګاونډي څخه يې كراچي په كرايه نېولې چې سبزي په كې و پلوري خو په وينا چې پوليس او ټرافيك كوتك په لاس يو ځاى یې هم درېدو ته نه پرېږدي.
يو بل تن ګل رحمان چې د پټاټو او پيازو كراچۍ ته په ژورو چورتونو كې ډوب ولاړو خپله غريبي داسې بيان كړه: (( وروره ، د حلالې روزى لپاره مې په كراچۍ كې سبزي خرڅولو ته مخه كړې خو دا ظالمان (پوليس،ټرافيك) يو مو پر يوه لاره نه پرېږدي او بل مو پر بله لاره.))
د ګل رحمان په خبره كلى يې د طالبانوله ډار او د امريكايانو د ړندې بمبارى له كبله پرېښى دى خو دلته په ښار كې ورته يوه غريبي هم نه پيدا كېږي.
خو د كندز ښار اوسېدونكى سيف الله چې د ښار د څلورلارې سره نږدې كور لري وايي چې د دې ولايت په ولسواليو كې د امنيت له خرابېدو سره په زرګونه كورنۍ دې ته اړ شوي چې ښار ته كډه راوړي.
د ده په خبره د كندز ښار وړوكى دى، دومره كسانو ته په كې د روزګار پېدا كېدل مشكل دى.
د هغه په خبره د کندز ولايت د خلکو د بې کارۍ کچه د پخوا په پرتله له دريو آن تر څلور چنده زیاتو شوې چې لوى علت يې نا امني ده.
د دغه ولايت د ارچي ولسوالى اوسېدونكى ۲۸ كلن حيمد الله جمهور رئيس كرزي ته خپله وعده وريادوي او وايي چې واك ته په رسېدو يې د لوړې د مراسمو د ترسره كولو پر وخت ويلي و: ((د هر افغان په خوله به خندا راولم.))
د حمید الله په خبره خندا څه چې په يوه ګوله مړۍ پسې ټوله ورځ لالهانده ګرځي، خو ماښام خپلو بچيانو ته وچې پترى شونډې ورځي:(( خندا دې زموږ سر وخوري روزګار راته پيدا كړه.))
د ياد ولايت اوسېدونكى واجدالله چې د كرنې د پوهنځي محصل دى، وايي که په ښار كې فابريكې جوړې شي، نو ډېرى ځوانانو ته به روزګار پيدا شوى وي.
د واجدالله د څرګندونوله مخې، كه دلته فابريكې جوړې شي ځوانانو ته به د كار پيدا كېدو ترڅنګ، د حلالې روزۍ ګټلو زمينه هم برابره شي.
د ده په خبره اوس ډېرى ځوانان د بې روزګارۍ له كبله د دولت له مخالفانو سره يوځاى كېږي.
خو د كار د ټولنيزو چارو د وزارت مرستيال محمد غوث بشري په كندز ولايت كې د دوو حرفوي زده كړو د روزنيزو كورسونو يادونه كوي او وايي، ډېرى بې روزګاره ځوانان يې په کې جذب كړي دي.
نوموړي زياته كړه، په هېواد كې د بې روزګارۍ د كچې د راټيټولو یوازینۍ لار د خصوصي سكټورونو پانګونه ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


