د بريتانوۍ ورځپاڼې (دى ټيليګراف) د خبر له مخې د وسله والو طالبانو پخوانى چارواکى ملا عبدالسلام ضعيف د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارتت په لندن ته تللى. سرچينې زياته کړې، چې ملا ضعيف له ګڼ شمېر ځايي لوړ پوړو دولتي چارواکو سره د افغانستان د سولې او امنيت په اړه خبرې کړې دي.
د بريتانوۍ ورځپاڼې (دى ټيليګراف) د خبر له مخې د وسله والو طالبانو پخوانى چارواکى ملا عبدالسلام ضعيف د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارتت په لندن ته تللى.
سرچينې زياته کړې، چې ملا ضعيف له ګڼ شمېر ځايي لوړ پوړو دولتي چارواکو سره د افغانستان د سولې او امنيت په اړه خبرې کړې دي.
د يادې شوې ورځپاڼې په راپور کې راغلي، چې بريتانوي چارواکيو ملا ضعيف ته اجازه نه ده ورکړې، چې له رسنيو سره خبرې وکړي.
سرچينه زياتوي، چې لندن په دې هڅو بوخت دى، چې د جمهور رئيس کرزي د حکومت او وسله والو طالبانو د لوړ پوړو مشرانو ترمنځ اړيکې ټينګې کړي.
ملا عبدالسلام ضعيف د وسله والو طالبانو د واکمنۍ پر مهال په پاکستان کې د افغانستان سفير و، چې وروسته د پاکستانيو امنيتي ځواکونو لخوا ونيول شو او امريکا ته وسپارل شو.
نوموړى په امريکايي زندان ګوانتانامو کې له څو کلونو بند تېرولو وروسته خوشې او اوس په کابل کې ژوند کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

