له نن څخه دوه ويشت کاله پخوا په دې ورځ له افغانستانه وروستی شوروي پوځي ووت. د ۱۹۸۹ميلادي كال د فبرورۍ په پنځلسمه له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو وروستی پوځي، جنرال ګروموف له امو دريا واوښت.
له نن څخه دوه ويشت کاله پخوا په دې ورځ له افغانستانه وروستی شوروي پوځي ووت.
د ۱۹۸۹ميلادي كال د فبرورۍ په پنځلسمه له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو وروستی پوځي، جنرال ګروموف له امو دريا واوښت.
د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو د برژنيف د واکمنۍ په دوره کې د ۱۳۵۸ کال د جدي په شپږمه نېټه افغانستان اشغال کړ، د هماغه وخت افغان جمهور رئيس حفيظ الله امين يې وواژه او ببرک کارمل يې د واک پر ګدۍ کښېناوه.
شوروي پوځيانو، چې شمېر يې شاوخوا يولکو شل زره اټکل کېده د افغانستان د نژدې لس کلن اشغال په کلونو کې ونه کړای شول، چې د افغان د مجاهدينو مقاومت مات کړي، خو په دې موده کې يې په مليونونو افغانان د کور- پرېښودو او بهرنيو هېوادونو ته مهاجرت ته اړ ايستل.
دغه راز په دغه موده كې په لکونو افغانان معيوب او شهيدان شول.
په دې جګړه کې ۱۴۴۵۳ روسي پوځيان هم ووژل شول او په لسګونو زره نور ټپيان او معيوب شول.
شورويانو په افغانستان کې پوره ۹ کاله، يوه مياشت او اتلس ورځې تېرې کړې.
شوروي پوځونه د ملګروملتو تر څارنې لاندې د جينوا د خبرو په نتیجه کې ووتل.
د جينوا تړون د ۱۹۸۸ کال د اپرېل په څوارلسمه د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ لاسليک شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

