ads

ديني عالمانو د بهرنيانو د خپلسريو عملياتو د پاى غوښتنه وكړه

د ننګرهار لسګونه ديني عالمانو نن د يوې احتجاجي راټوليدنې پرمهال په دې ولايت کې د بهرنيانو ځواکونو د ټولو خپلسرو او په ځانګړې توګه پرديني عالمانو او مدرسو د عملياتو د پاى ته رسېدو غوښتنه وکړه. د ننګرهار لسګونه ديني عالمانو نن د يوې احتجاجي راټوليدنې پرمهال په دې ولايت کې د بهرنيانو ځواکونو […]

نویسنده: TKG
26 سلواغه 1389

د ننګرهار لسګونه ديني عالمانو نن د يوې احتجاجي راټوليدنې پرمهال په دې ولايت کې د بهرنيانو ځواکونو د ټولو خپلسرو او په ځانګړې توګه پرديني عالمانو او مدرسو د عملياتو د پاى ته رسېدو غوښتنه وکړه.

د ننګرهار لسګونه ديني عالمانو نن د يوې احتجاجي راټوليدنې پرمهال په دې ولايت کې د بهرنيانو ځواکونو د ټولو خپلسرو او په ځانګړې توګه پرديني عالمانو او مدرسو د عملياتو د پاى ته رسېدو غوښتنه وکړه.

دوى چې د ولايتي شورا يوشمېر غړي او د حج او اوقافو رېس هم ورسره ول،د جلال اباد شاهي ماڼۍ ته په ورننوتو سره د ننګرهارله والي وغوښتل چې بهرني ځواکونه دې د دوى له غوښتنو خبر او عملي کېدو ته يې اړباسي.

د دې ديني عالمانو په استازيتوب يوه تن خبريالانو ته وويل چې که د بهرنيو ځواکونو خپلسري عمليات پاى ته ونه رسيږي،دوى به د مصر او تونس د خلکو په شان د لاريونونو په کولو سره د حکومت او بهرنيو ځواکونو پروړاندې کلک غبرګون وښيي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزي کليد ته وويل چې والي ته مخکې هم ديني عالمانو خپلې ورته غوښتنې سپارلې وې چې د پوره کېدو هڅې يې شوي او بيابه هم د دوى غوښتنو ته جدي پاملرنه کېږي.

ديني عالمان په ننګرهارکې د بهرنيو ځواکونو د خپلسروعملياتو پاى ته رسېدل پرداسې مهال غواړي چې تېره اونۍ هم د دې ولايت په پچېراګام ولسوالۍ کې يو ديني عالم بهرنيو ځواکونو له څو مېلمنو سره يې څو ورځې بندکې وساته چې وروسته د همدې ديني عالمانو او ننګرهارولايتي شورا په هڅو راپرېښودل شول.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA