ايران كې د حكومت ضد لاريون كوونكو او پوليسو ترمنځ د اخ و ډب په ترڅ كې يو تن ووژل شول. له سيمې څخه په را رسېدليو راپورنو كې ويل شوي، چې پرون د يو شمېر مخالف مشرانو په غوښتنه د دوى سلګونه پلويان د تهران واټونو ته راووتل او په مصر او تونس کې يې د خلکو له پاڅون سره يووالی اعلان کړ.
ايران كې د حكومت ضد لاريون كوونكو او پوليسو ترمنځ د اخ و ډب په ترڅ كې يو تن ووژل شول.
له سيمې څخه په را رسېدليو راپورنو كې ويل شوي، چې پرون د يو شمېر مخالف مشرانو په غوښتنه د دوى سلګونه پلويان د تهران واټونو ته راووتل او په مصر او تونس کې يې د خلکو له پاڅون سره يووالی اعلان کړ.
چارواکو دې مظاهرو ته رسماً اجازه نه وه ورکړې.
د راپورونه له مخې، ايراني پوليسو په دې خاطر چې دغه لاريون له منځه يوسي، پر لاريون كوونكو اوښکي بهوونکي ګاز وكارول، چې په پايله كې يې ترمنځ اخ و ډب رامنځته او يو لاريون كوونكى ووژل شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

