ads

پر كابل سيټي سنټر د نا معلومو وسله والو بريد

د كابل ښار په شهر نو سيمه كې د كابل سيټي سنټر دروازې ته څېرمه ځامرګى بريد شوى، چې په ترڅ كې يې ۲ تنه مړه او دوه نور ټپيان شول. د كابل ښار په شهر نو سيمه كې د كابل سيټي سنټر دروازې ته څېرمه ځامرګى بريد شوى، چې په ترڅ كې يې ۲ […]

نویسنده: TKG
25 سلواغه 1389

د كابل ښار په شهر نو سيمه كې د كابل سيټي سنټر دروازې ته څېرمه ځامرګى بريد شوى، چې په ترڅ كې يې ۲ تنه مړه او دوه نور ټپيان شول.

د كابل ښار په شهر نو سيمه كې د كابل سيټي سنټر دروازې ته څېرمه ځامرګى بريد شوى، چې په ترڅ كې يې ۲ تنه مړه او دوه نور ټپيان شول.

بريد هغه مهال رامنځته شو چې يوه تن بريد كوونكي غوښتل چې دسيټي سنټر پلورنځي ته ننوزي خو ددروازې دساتونكو لخوا پرې ډزې وشوې اوبريد ګرهم په ځان پورې تړلي چاودېدونكي توكي والوځول ،چې  په پايله كې دوه تنه ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.

بلخواكابل امنيه قوماندان محمدايوب سالنګي  وايي چې په بريد كې لږ تر لږ ه دوه تنه ساتونكي وژل شوي اودوه نور ټپيان دي.

د يادونې وړ ده، چې يو کال مخکې هم په همدغه سيمه کې وسله والو طالبانو پر يوه مېلمستون چې هنديان په کې اوسېدل حمله کړې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA