ads

ولسي جرګې د خپل مشر ټاکلو په موخه ۶۰ كسيز کمېسيون جوړ كړ

د ولسي جرګې د مشر ټاکلو پر سر د رامنځته شوې ستونزې د له منځه وړلو په موخه وكيلانو په خپلو كې يو ګډ شپېته كسيزه كمېسيون جوړ كړ. دغه كمېسيون به تر راتلونكې شنبې پورې د كورنيو دندو په اصولو كې د بدلون، د رئيس د ټاكلو لپاره د علني رايو وركولو، په دويم […]

نویسنده: TKG
25 سلواغه 1389

د ولسي جرګې د مشر ټاکلو پر سر د رامنځته شوې ستونزې د له منځه وړلو په موخه وكيلانو په خپلو كې يو ګډ شپېته كسيزه كمېسيون جوړ كړ. دغه كمېسيون به تر راتلونكې شنبې پورې د كورنيو دندو په اصولو كې د بدلون، د رئيس د ټاكلو لپاره د علني رايو وركولو، په دويم دور ټاكنو كې د اكثريت رايو د منلو او د دې جرګې د رياست لپاره د وكيلانو د سپينو او باطلو رايو د سرنوشت د معلومولو لپاره به يوه طرحه جوړه او وكيلانو ته به يې د تاييد لپاره وړاندې كړي.

د ولسي جرګې د مشر ټاکلو پر سر د رامنځته شوې ستونزې د له منځه وړلو په موخه وكيلانو په خپلو كې يو ګډ شپېته كسيزه كمېسيون جوړ كړ.

دغه كمېسيون به تر راتلونكې شنبې پورې د كورنيو دندو په اصولو كې د بدلون، د رئيس د ټاكلو لپاره د علني رايو وركولو، په دويم دور ټاكنو كې د اكثريت رايو د منلو او د دې جرګې د رياست لپاره د وكيلانو د سپينو او باطلو رايو د سرنوشت د معلومولو لپاره به يوه طرحه جوړه او وكيلانو ته به يې د تاييد لپاره وړاندې كړي.

د ولسي جرګې لنډ مهاله رئيس محمد سرور عثماني د وكيلانو څخه جوړ دا شپېته كسيز كمېسيون مناسب وباله او زياته يې كړه، چې په كې به د هر ولايت د وكيلانو په تناسب يو، دوه او درې تنه استازي برخه ولري.

عثماني هيله څرګنده كړه، چې د راتلونكې شنبې پورې به وكيلان په دې وتوانيږي، چې خپل دايمي رئيس وټاكي.

ياد  شپېته كسيز كمېسيون په داسې حال كې جوړيږي، چې له تېرو لسو ورځو راهيسې د ولسي جرګې رياست د خپلولو لپاره اتلسو وكيلانو ځانونه كانديد كړي و، خو  يو يې هم ونشواى كړاى، چې د دې جرګې د كورنيو دندو د اصولو پر اساس د جرګې اكثريت يا پنځوس جمع يو رايې ترلاسه كړي او په پرلپسې د كانديدانو ترمنځ اته پړاوه ټاكنې ترسره شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA