ads

د سرحدي پوليسو يو سرتېرى ووژل شو

وسله والو طالبانو د بادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ كې د سرحدي پوليس يو سرتيرى و واژه. دغه سرتېرى دوه ورځې وړاندې په يوې فاتحې كې د ګډون لپاره د بالامرغاب ولسوالۍ موريچاق كلي ته تللى و، چې له هغه ځايه د وسله والو طالبانو لخوا وښتول شو. وسله والو طالبانو د بادغيس ولايت په […]

نویسنده: TKG
25 سلواغه 1389

وسله والو طالبانو د بادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ كې د سرحدي پوليس يو سرتيرى و واژه. دغه سرتېرى دوه ورځې وړاندې په يوې فاتحې كې د ګډون لپاره د بالامرغاب ولسوالۍ موريچاق كلي ته تللى و، چې له هغه ځايه د وسله والو طالبانو لخوا وښتول شو.

وسله والو طالبانو د بادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ كې د سرحدي پوليس يو سرتيرى و واژه.

دغه سرتېرى دوه ورځې وړاندې په يوې فاتحې كې د ګډون لپاره د بالامرغاب ولسوالۍ موريچاق كلي ته تللى و، چې له هغه ځايه د وسله والو طالبانو لخوا وښتول شو.

په لويديځ كې د څلورم زون د سرحدي قومندانۍ د كشف امر وويل، چې د دغه سرتېري مړى تېره ورځ د بالامرغاب ولسوالۍ په مربوطاتو كې وموندل شو.

د وسله والو طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي د نوموړي د وژلو پړه پر غاړه اخيستې.

كه څه څو ځله په ياده سيمه كې سرحدي پوليسو چاڼيز عمليات ترسره كړي، خو لا هم سيه د وسله والو طالبانو له شتون څخه نه ده پاكه.

تر اوسه څو ځله د موريچاق كلى د وسله والو طالبانو او دولت لاس ته ورغلى.

د يادونې وړ ده، چې موريچاق كلى له تركمنستان هېواد سره ګډه پوله لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA