د ايټاليا په اتو ښارونو كې لسګونو زرو ايټالياوي ښځو د خپل هېواد د صدراعظم سيلويو برلاسکوني پرضد لاريونونه وکړل او د هغه د استعفا غوښتنه يې وکړه.
د ايټاليا په اتو ښارونو كې لسګونو زرو ايټالياوي ښځو د خپل هېواد د صدراعظم سيلويو برلاسکوني پرضد لاريونونه وکړل او د هغه د استعفا غوښتنه يې وکړه.
دا لاريونونه وروسته له دې وشول، چې صدراعظم برلاسکوني په څو قضيو کې له بدلمنو ښځو سره په تار لرلو تورن شو.
ويل شوي چې برلاسکوني په خاصو غير اخلاقي مېلمستياوو کې ګډون کړی او له بدلمنو ښځو سره يې اړيکې لرلي دي، خو برلاسکوني پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او ويلي دي چې کوم غلط کار يې نه دی کړی.
ده دا هم ويلي، چې په ده پسې د غيراخلاقي اړيکو تورونه په سياسي بنيادونو لګول شوي دي.
كه پر صدر اعظم دا تور ثابت شي، نو ښايي پنځلس كاله زنداني شي.
په ايټاليا كې د جسم پلورونكو مركزونو ته تګ منعه نه دى، خو له اتلس كالو كم عمره نجونو سره جنسي فعل د زنداني كېدو سبب ګرځي.
لاريون كوونكو ويل چې برلاسکوني له بدلمنو ښځو سره په اړيکو سره په ټولنه کې د ښځو حيثيت او عزت ته سپکه اړولې ده.
دميلان ښار څارنوالانو د ايټاليا د صدراعظم د فوري محاکمې غوښتنه کړې ده.د دغه ښار څارنوالۍ برلاسکوني تورن کړی چې ده له يوې بدلمنې نجلۍ سره، چې د جنسي اړيکو تر قانوني سن کمه وه، د پيسو په وړاندې جنسي اړيکې لرلي دي.
څارنوالۍ همداراز تور لګولی چې د هيواد صدراعظم له خپلې چوکۍ يا مقامه سو استفاده کړې او ياده نجلۍ ،چې بندي وه، خوشي کړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

