ads

وسله والو طالبانو پوليس او افسر او د هغه ساتونكى وتښتول

د نورستان چارواکي وايي: وسله والو طالبانو د دې ولايت له وايګل ولسوالۍ څخه  د ايتلافي ځواکونو لخوا د خپلو څلورو ملګرو د وژل کېدو په غبرګون کې يو پوليس افسر او د هغه ساتونکى تښتولي. د نورستان چارواکي وايي: وسله والو طالبانو د دې ولايت له وايګل ولسوالۍ څخه  د ايتلافي ځواکونو لخوا د […]

نویسنده: TKG
24 سلواغه 1389

د نورستان چارواکي وايي: وسله والو طالبانو د دې ولايت له وايګل ولسوالۍ څخه  د ايتلافي ځواکونو لخوا د خپلو څلورو ملګرو د وژل کېدو په غبرګون کې يو پوليس افسر او د هغه ساتونکى تښتولي.

د نورستان چارواکي وايي: وسله والو طالبانو د دې ولايت له وايګل ولسوالۍ څخه  د ايتلافي ځواکونو لخوا د خپلو څلورو ملګرو د وژل کېدو په غبرګون کې يو پوليس افسر او د هغه ساتونکى تښتولي.

د نورستان امنيې قومندان جنرال شمس الرحمان نورستاني کليد ته وويل: دغه کسان له درې ورځو راهيسې هغه مهال تښتول شوي، چې ننګلام سيمې ته پر لاره وو.

د جنرال نورستاني په وينا: طالبانو دا کار ايتلافي ځواکونو  سره د څو ورځې وړاندې هغې جګړې په غبرګون کې کړى چې د ده په وينا: څلور وسله وال طالبان پکې وژل شوي وو.

امنيه قومندان داهم  وايي، چې د تښتول شويو په خلاصونې پسې يې قومي جرګې پيل کړې.

د نورستان د ولايتي شورا مرستيال اميرحمزه احمدي هم کليد ته د قومندان خبرې تاييدې کړې او ويې ويل، چې په تښتول شويو کې پوليس افسر د ننګرهار او سرتېرى يې خپله د نورستان استوګن دى.

وسله والو طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

دا تښتونه پر داسې مهال شوې، چې څو ورځې وړاندې د نورستان والي کليد ته د يوې ځانګړې مرکې پرمهال په نېږدې ورځو کې د تصفيوي عملياتو د پيل خبر ورکړى و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA