د ننګرهار چارواکي وايي: له ناقانونه وسله والو څخه يې په دې ولايت کې نوي سلنه وسلې راټولې کړي او لنډ وخت کې به دا ولايت له ناقانونه وسلو څخه پاک اعلان شي.
د ننګرهار چارواکي وايي: له ناقانونه وسله والو څخه يې په دې ولايت کې نوي سلنه وسلې راټولې کړي او لنډ وخت کې به دا ولايت له ناقانونه وسلو څخه پاک اعلان شي.
په ننګرهار کې د ډاياک يا ناقانونه وسلو راټولونې د بهير ولايتي مسؤل مسعود احمد عزيزي کليد ته د ځانګړو خبرو پرمهال د راټولو شويو وسلو شمېر او څرنګوالى ونه ښود، خو ويې ويل: ټول ننګرهار يې د دوه وېشتو ولسواليو او جلال اباد ښار په ګډون پر دروېشتو کاري حوزو وېشلى، چې اوولس حوزې يې پکې له ښودل شويو ناقانونه و سلو پوره پاک شوي او په پينځو نورو کې يې د دې راټولونې لړۍ روانه ده.
په ننګرهار کې چارواکي د ډېرو ناقانونه وسلو د راټولونې خبره پرداسې مهال کوي، چې لا هم په يو شمېر سيمو کې خلک د ناقانونه وسله والو له شتون څخه شکايت کوي.
خو د ډاياک ياناقانونه وسلو د ټولونې د بهيرچارواکي وايي چې ټولو ناقانونه وسلو سره دوى کارنه لري او يوازې هغه وسلې غواړي ټولې کړي چې دوى يې په ناقانونه ډول له موجوديته خبردي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

