ads

كندزو كې د ايساف ځواكونو پر كاروان بمي چاودنه

ځايي چارواكي وايي، چې په كندوز ولايت كې د سړك د غاړې ماين په يوې چاودنې کې د آيساف ځواکونو يو موټر ويجاړشو. په کندز ولايت كې د مېشتو آيساف ځواکونو مطبوعاتې مسوول ډګرمن بخاري د پېښې     ځايي چارواكي وايي، چې په كندوز ولايت كې د سړك د غاړې ماين په يوې چاودنې […]

نویسنده: TKG
24 سلواغه 1389

ځايي چارواكي وايي، چې په كندوز ولايت كې د سړك د غاړې ماين په يوې چاودنې کې د آيساف ځواکونو يو موټر ويجاړشو. په کندز ولايت كې د مېشتو آيساف ځواکونو مطبوعاتې مسوول ډګرمن بخاري د پېښې

 

 

ځايي چارواكي وايي، چې په كندوز ولايت كې د سړك د غاړې ماين په يوې چاودنې کې د آيساف ځواکونو يو موټر ويجاړشو.

په کندز ولايت كې د مېشتو آيساف ځواکونو مطبوعاتې مسوول ډګرمن بخاري د پېښې د پخلي ترڅنګ كليد ته وويل، چې، د دوي کاروان نن سهار د کندز ولايت قلعه ذال ولسوالۍ ته روان و، چې د يادې ولسوالۍ د ينغارق په سيمه کې پرې د سړک د غاړې ماين چاودنه وشوه او له امله يې يو موټر لږ څه ويجاړ، خو سرتېرو ته په كې زيان نه دى اوښتى.

بلخوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد، چې د پيښې پړه يې پر غاړه اخيستې رسنيو ته په خبرو كې ادعا وكړه، چې په ياده چاودنه کې يې د آيساف ځواکونو يو ټانګ ويجاړ او پکې سپاره ٤ تنه يې وژلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA