ads

زاخېلوال د بوديجې په اړه د ننګرهار د چارواكو نيوكه رد كړه

د هېواد د ماليې وزير د ننګرهار د چارواکو هغه نيوکه ردکړه چې ګواکې ننګرهارته په ځانګړې شوې کلنۍ پراختيايي بوديجه کې ظلم  شوى او ننګرهار ته کمې پيسې ځانګړې شوي. د هېواد د ماليې وزير د ننګرهار د چارواکو هغه نيوکه ردکړه چې ګواکې ننګرهارته په ځانګړې شوې کلنۍ پراختيايي بوديجه کې ظلم  شوى […]

نویسنده: TKG
24 سلواغه 1389

د هېواد د ماليې وزير د ننګرهار د چارواکو هغه نيوکه ردکړه چې ګواکې ننګرهارته په ځانګړې شوې کلنۍ پراختيايي بوديجه کې ظلم  شوى او ننګرهار ته کمې پيسې ځانګړې شوي.

د هېواد د ماليې وزير د ننګرهار د چارواکو هغه نيوکه ردکړه چې ګواکې ننګرهارته په ځانګړې شوې کلنۍ پراختيايي بوديجه کې ظلم  شوى او ننګرهار ته کمې پيسې ځانګړې شوي.

د ماليې وزير ډاکټرحضرت عمر زاخېلوال په ننګرهار کې کليد ته د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وويل: نه يوازې ننګرهار؛ بلکې هر ولايت ته له ځانګړې شوې دې بوديجې څخه دفاع کوي.

زاخېلوال د ننګرهار د والی د هغې نيوکې په ځواب کې، چې له بلخ څخه د زياتو استوګنو له لرلو سره بيا هم ننګرهار ته کمه پراختيايي بوديجه ځانګړې شوې،

وويل: بلخ ته د اورګاډي پټلۍ غځول کېږي، هغه ډېرلګښت لرونکې پروژه  ده، چې د ده په وينا: بلخ ته په نامه شوې خو د هېواد په کچه ده.

زاخېلوال د ننګرهار د ولايتي ادارو د اړوندو نيوکو لامل ناسم پوهاوى وباله او ويې ويل: داسې ډېر لګښته پروژې په ننګرهارکې هم پيل شوي او پلان لاندې دي.

د ماليې وزير د کليد يوې بلې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې پراختيايي بوديجې ته يې امکانات په ټوله کې کم دي او د ننګرهار په ګډون د هېڅ ولايت د خلکو اړتياوې نه شي ځوابولى.

ماليې وزير د ننګرهار پراختيايي بوديجې په اړه دا خبرې پرداسې مهال کوي، چې د ننګرهار والي څه موده مخکې کليد ته په دې بوديجه کې ننګرهارته اعلان شوې پيسې کمې ګڼلې وې.

د ننګرهار والي دا هم ويلي وو، چې قومي مشرانو سره به له دې مسئلې جمهور رييس  کرزي ته په شکايت ځي او د ننګرهاريانو د حق پوښتنه به کوي.

د ننګرهار د چارواکو په وينا:دې ولايت ته په کال کې څلور شپېته مليونه امريکايي ډالره د پراختيايي کارونو لپاره ځانګړي شوي، چې د دوى په خبره د بلخ د دې بوديجې نېمايي برخه کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA