ads

د جنرال پرويز مشرف د نيولو امر وركړل شو

په راولپېنډۍ كې د ترورويزم ضد محکمې پرون د پخوانۍ صدراعظمې بېنظير بوټو د وژنې په دسيسه کې د ګډون په تور د پخواني جمهور رئيس  جنرال پروېزمشرف د نيولو حکم ورکړ. په راولپېنډۍ كې د ترورويزم ضد محکمې پرون د پخوانۍ صدراعظمې بېنظير بوټو د وژنې په دسيسه کې د ګډون په تور د […]

نویسنده: TKG
24 سلواغه 1389

په راولپېنډۍ كې د ترورويزم ضد محکمې پرون د پخوانۍ صدراعظمې بېنظير بوټو د وژنې په دسيسه کې د ګډون په تور د پخواني جمهور رئيس  جنرال پروېزمشرف د نيولو حکم ورکړ.

په راولپېنډۍ كې د ترورويزم ضد محکمې پرون د پخوانۍ صدراعظمې بېنظير بوټو د وژنې په دسيسه کې د ګډون په تور د پخواني جمهور رئيس  جنرال پروېزمشرف د نيولو حکم ورکړ.

محكمې هغه ته د روان ميلادي كال د فبرورۍ تر نولسمې محكمې ته د حاضرېدو امر كړى.

د دغې قضيې دولتي وكيل جوهدري ذوالفقارعلي د رسنيو د دې پوښتنې په ځواب كې چې ولې په دې برخه كې پرمختګ نه دى شوى ويلي، چې څو ځله پروېز مشرف ته د پښتونو ګروېږنو لپاره د حاضرېدو امر شوى، خو هغه تر اوسه نه دى حاضر شوى.

نوموړي زياته كړې، دا، چې په دې ورځو كې پروېز مشرف په لندن كې اوسي، نو په همدې خاطر ورته د پوښتنو يو لېست ور استول شوى، خو هغه تر اوسه دغه پوښتنې هم نه دي ځواب كړي.

ذوالفقار علي د بېنظير بوټو وژنه پېښه نه بلكې قصدي وژنه وبلله او زياته يې كړه، چې د دې سازش په اړه پروېز مشرف ته معلومات و.

بېنظيربوټو د ۲۰۰۷م کال په ډسمبرمياشت کې هغه مهال ووژل شوه چې په راولپنډۍ کې يې د انتخاباتي کمپاين پرمهال وينا کوله.

د پاکستان پخواني جمهور رئيس  او د پوځ لوی درستيز جنرال پروېزمشرف وروسته له دې چې د ۲۰۰۸ کال په انتخاباتو کې يې ماتې وخوړه تر اوسه په لندن کې اوسېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA