ads

ايا حكومت كړيو پرېكړو ته ژمن دى؟

ترهغې وروسته، چې په ننګرهار کې د ګڼو وزيرانو په ګډون افغان لوري ته له بهرنيانو څخه د واک لېږدونې پربهير دوه ورځنۍ مشورتي غونډه وشوه، د ننګرهار يو شمېر روڼ اندي داسې غونډې کم ګټي ګڼي او وايي: د جوړولو پرځاى يې په کار ده، چې افغان حکومت پخپل وجود کې د فساد پر […]

نویسنده: TKG
24 سلواغه 1389

ترهغې وروسته، چې په ننګرهار کې د ګڼو وزيرانو په ګډون افغان لوري ته له بهرنيانو څخه د واک لېږدونې پربهير دوه ورځنۍ مشورتي غونډه وشوه، د ننګرهار يو شمېر روڼ اندي داسې غونډې کم ګټي ګڼي او وايي: د جوړولو پرځاى يې په کار ده، چې افغان حکومت پخپل وجود کې د فساد پر وړاندې کلکه مبارزه وکړي.

ترهغې وروسته، چې په ننګرهار کې د ګڼو وزيرانو په ګډون افغان لوري ته له بهرنيانو څخه د واک لېږدونې پربهير دوه ورځنۍ مشورتي غونډه وشوه، د ننګرهار يو شمېر روڼ اندي داسې غونډې کم ګټي ګڼي او وايي: د جوړولو پرځاى يې په کار ده، چې افغان حکومت پخپل وجود کې د فساد پر وړاندې کلکه مبارزه وکړي.

ياده شوې غونډه، چې له څو ورځو راهيسې په جلال اباد کې ورته تيارى نيول شوى و، پکې د نېږدې پينځلسو وزيرانو په ګډون يوسلو شلو لوړپوړو افغان چارواکو برخه لرله.

تر کلکو امنيتي تدابيرو لاندې د دې پاى ته رسېدلې غونډې پايلې که څه هم چارواکي مثبتې ګڼي، خو يوشمېر خلک وايي: چندانې پايلو ته يې هيله من په دې نه دي، چې حکومت په دې غونډه کې هم د شويو پرېکړو عملي کېدو ته ژمن نه برېښي.

د ننګرهار د ولايتي شوراغړى ذبيح الله زمرى چې د دې نظر له لرونکو کسانو څخه دى، وايي: داسې غونډې پرته له دې، چې سمبوليکې او تشريفاتي بڼه ولري، بله ګټه يې نشته.

زمرى د خپلې خبرې دليل په جلال اباد کې له څو ورځو راهيسې د غونډې د امنيت لپاره د لويو ترافيکي لارو بندښت او په ډېرو سيمو کې د ولسي خلکو پلټل يادوي او وايي: دې غونډې ولسي خلکو  ته په ځينو برخو کې ستونزې راولاړې کړې وې.

په  ننګرهارکې د سياسي چارو يو څارونکى روح الله لعلپوروال وايي: يوازې په سفرونو څه نه کېږي.

دى ننګرهار ته څو کاله وړاندې د جمهور رييس کرزي سفر او په شاهي ماڼۍ کې يې د کابينې هغه غونډه يادوي، چې پکې جلال اباد ته کابل سره د نښلونکي دويم سړک د جوړېدو ژمنه شوې وه.

هغه ژمنه، چې په څو کلونو کې لاهم عملي شوې نه ده.

په ننګرهارکې د يوه شخصي پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو استاد او شنونکى شېرعلم امله وال وايي: افغان لوري ته له بهرنيانو څخه د مسؤليت اخېستو تر ټولو غوره لاره په افغان حکومت کې د شفافيت، عدالت او قانونيت د برخو پياوړتيا ده.

د امله وال په وينا: دې برخې ته تېرو لسو کلونو کې کار نه دى شوى او که حکومت غواړي چې واک اخېستو ته چمتووالى ونيسي، بايد ترهرڅه مخکې خپل په فساد تورن چارواکي محاکمه او له دې لارې خپل ځان تصفيه کړي.

په ننګرهارکې ترسره شوى دغه کنفرانس چارواکو د کابل کنفرانس د پرېکړو يو تعقيبونکى کنفرانس ګڼلى او وايي: په دې كې په دې خبرې وشوې، چې دوى په تېر دومره وخت کې د ياد شوي کنفرانس پرېکړې پرځاى کړاى شوې کنه؟

د کابل کنفرانس افغان مشر او افغان لوري ته د واک لېږدونې د بهير سمبالګر ډاکټر اشرف غني احمدزى وايي: تريوې کچې د کابل کنفرانس پريکړې پرځاى شوي، خو هغومره نه، چې حساب پرې وشي.

دا چې ولې؟ ډاکټر احمدزى يې لامل په حکومت کې په لويه کچه د فساد شتوالی ګڼي او وايي: که دا فساد په کلکه توګه ونه ځپل شي، ښايي مسؤليت سپارنه افغان لوري ته ناشونى کار شي.

ډاکټراشرف غني احمدزى د کابل کنفرانس د پرېکړو څارونکى دې کنفرانس په اړه وايي: د مسوليت اخېستو په اړه تفصيلي خبرې پکې شوي او د راتلونکي لمريزکال په لومړۍ ورځ به د جمهور رييس کرزي لخوا د لومړنيو تر واک لاندې راوستونکو ولايتونو نومونه په ډاګه شي.

احمدزى د دې بهير د مسؤل په توګه وايي، چې د واک اخېستنې بهير ته چمتووالى لري.

د افغانستان د ماليې وزير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال بيا چې په ننګرهار کې د دغه کنفرانس له سمبالګرو څخه و، کليد ته رد کړه، چې ګواکې کنفرانس يې بې ګټې او بې پايلې پاى ته رسېدلى.

د زاخېلوال په وينا: کنفرانس کې پر زياتو مهمو هېوادنيو مسئلو خبرې شوي او پخپله بڼه کې يو بېسارى کنفرانس و.

د پټو دروازو ترشا د دې کنفرانس ستاينه او پرې نيوکه پرداسې مهال کېږي، چې لنډ وخت کې د ژمنې او پريکړې له مخې بايد افغان حکومت له بهرنيانو څخه د خپل هېواد د واګو اخېستو  ته غاړه ورکړي، خو دا چې دا کار به رېښتيا هم ترسره او که به له ستونزو سره مخ شي، په لنډو څو مياشتو کې به يې ځواب روښانه شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA