ads

پر كندهار امنيه قومندانۍ وسله وال بريد

پر كندهار امنيه قومندانۍ وسله والو طالبانو بريد كړى، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې په كې ۲۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او جګړه لا هم روانه ده. پر كندهار امنيه قومندانۍ وسله والو طالبانو بريد كړى، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې په كې ۲۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او جګړه لا […]

نویسنده: TKG
23 سلواغه 1389

پر كندهار امنيه قومندانۍ وسله والو طالبانو بريد كړى، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې په كې ۲۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او جګړه لا هم روانه ده.

پر كندهار امنيه قومندانۍ وسله والو طالبانو بريد كړى، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې په كې ۲۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او جګړه لا هم روانه ده.

د راپورونو له مخې، وسله وال طالبان د كندهار امنيې قوماندانۍ مخامخ د زرنګار په نامه د واده يوه صالون ته ننوتي او له پورته پوړونو څخه پر امنيه قوماندانۍ د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي.

دا هم ويل كېږي: هغه مهال چې پوليس د هليكوپټرو له لارې د سالون پر بام راښكته شول ځانمرګو بريد كوونكو د ځانونو پر الوځولو پيل وكړ، چې تر اوسه يې څلورو هغو ځانونه الوځولي دي.

د ميرويس روغتون مسولين وايي، چي د ملي اردو د يوه سرتيري او  دوو وسله والو د وژل شويو جسدونو په ګډون يې ٢٩ تنه ژوبل کسان ور وړي، چي عام وګړي دي.

د کندهار د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي رسنيو ته ويلي، چې له دې پېښې تر اوسه ملكي روغتون ته ٢۹ تنه ټپيان، چې ډيرى يې ملكي وګړي دي ور وړل شوي.

بلخوا وسله والو طالبانو ، چې د دې بريد پړه پرغاړه اخيستې رسنيو ته ويلي، چې دغه بريد يې د ۵ وسله والو طالبانو پرمټ، چې پر ځانمرګو واسكټونو هم سمبال دي كړى دى.

دوى ادعا کوي، چي په دغه بريد کي يي زيات شمير ملي پوليس وژلي.

امنيتي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA