ads

پر برګمټال او كامدېش د چاڼيزو عملياتو د ژر پيلېدا خبر وركړل شو

د نورستان والي په نېږدې ورځو کې د دې ولايت پر برګمټال او کامدېش ولسواليو د پوځي عملياتو د پيل خبر ورکوي. والي جمال الدين بدر کليد ته په ځانګړې مرکه کې دغه راز په برګمټال سرحدي ولسوالۍ کې امنيتي وضعيت ښه شوى وباله او لامل يې دا وباله، چې د ده په وينا: پاکستان […]

نویسنده: TKG
23 سلواغه 1389

د نورستان والي په نېږدې ورځو کې د دې ولايت پر برګمټال او کامدېش ولسواليو د پوځي عملياتو د پيل خبر ورکوي. والي جمال الدين بدر کليد ته په ځانګړې مرکه کې دغه راز په برګمټال سرحدي ولسوالۍ کې امنيتي وضعيت ښه شوى وباله او لامل يې دا وباله، چې د ده په وينا: پاکستان سره اوسنۍ پوله واورو پوښلې او پرې د کرښې له هغې غاړې د وسله والو تګ، راتګ ګران شوى.

د نورستان والي په نېږدې ورځو کې د دې ولايت پر برګمټال او کامدېش ولسواليو د پوځي عملياتو د پيل خبر ورکوي.

والي جمال الدين بدر کليد ته په ځانګړې مرکه کې دغه راز په برګمټال سرحدي ولسوالۍ کې امنيتي وضعيت ښه شوى وباله او لامل يې دا وباله، چې د ده په وينا: پاکستان سره اوسنۍ پوله واورو پوښلې او پرې د کرښې له هغې غاړې د وسله والو تګ، راتګ ګران شوى.

والي کېدونکو چاڼيزو عملياتو ته هيله من برېښى او وايي: وبه کړاى شي، چې سيمه د دولت له وسله والو مخالفينو څخه پاکه کړي.

د نورستان والي د دې عملياتو په اړه ډېر څه ونه ويل.

والي دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له څه وخته افغان ملي اردو تر خپلې مشرۍ لاندې د ايتلافي ځواکونو په مرسته ختيځ زون کې د سېلاب توپان په نامه د چاڼيزو پوځي عملياتو د پيل خبر ورکړى.

د دې ځواکونو يوه وياند جګړن شيرين آقا کليد ته پرته له دې، چې پر نورستان د عملياتو رد يا تاييد وکړي، وويل: دا عمليات به يې د ځايي چارواکو او قومي مشرانو په غوښتنه د ختيځ زون هرې ناامنې سيمې ته وغځيږي.

برګمټال او کامدېش دواړه په نورستان کې د يو بل ترڅنګ هغه پرتې سرحدي ولسوالۍ دي چې له څو کلونو راهيسې څو ځله وسله والو طالبانو د پاکستاني وسله والو په مرسته نيولي.

چارواکي مني چې د کامدېش زياته برخه اوس هم دوى وسله والو سره ده او برګمټال دې وسله والو محاصره کړى چې د ځايي خلکو په وينا: دوى ته يې ګڼې ستونزې رامنځته کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA