په مصر کې د خلکو پراخو لاريونونو او نيوكو د مصر جمهور رئيس حسني مبارک اړ كړ، څو د واك له ګدۍ كېوزي او چارې پوځ ته وسپاري. د مبارک د استعفی اعلان د ده مرستيال عمر سليمان د مصر د دولتي ټلويزیون له لارې وکړ او ويې ويل، چې مبارک د وسله والو ځواکونو عالي شورا ته دنده ورکړې څو د دولت چارې اداره کړي.
په مصر کې د خلکو پراخو لاريونونو او نيوكو د مصر جمهور رئيس حسني مبارک اړ كړ، څو د واك له ګدۍ كېوزي او چارې پوځ ته وسپاري.
د مبارک د استعفی اعلان د ده مرستيال عمر سليمان د مصر د دولتي ټلويزیون له لارې وکړ او ويې ويل، چې مبارک د وسله والو ځواکونو عالي شورا ته دنده ورکړې څو د دولت چارې اداره کړي.
د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو يو شمېر مشرانو د حسني مبارک د دې پرېکړې هرکلی وکړ.
د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما په مصر کې د قدرت د سوله ييز انتقال هرکلی وکړ.
د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون په مصر کې د داسې انتخاباتو غوښتنه وکړه، چې په مصر کې ملکي واکمنۍ ته لاره اواره کړي.
د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل هيله څرګنده کړه، چې مصر به له اسراييلو سره د سولې تړونونو ته وفادار پاتې شي.
د برتانيې صدراعظم ډېوېډ کامرون او د فرانسې جمهور رئيس نيکولاس سارکوزي وويل، چې مصر بايد د آزادو انتخاباتو په لور ګام واخلي او د ناټو عمومي منشي اندريس فوګ رسموسين وويل، دی خوشبينه دی، چې په مصر کې د قدرت انتقال به د منځني ختيځ امنيت بې ثباته نکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

