ولسي جرګه نن د څلورم ځل لپاره د خپل مشر ټاكلو لپاره ټاكنې كوي. له دې مخکې د ملت استازو د خپل مشر د ټاکلو لپاره درې ځلې ټاكنې كړې وې، خو پايله يي نه وه وركړې.
ولسي جرګه نن د څلورم ځل لپاره د خپل مشر ټاكلو لپاره ټاكنې كوي. له دې مخکې د ملت استازو د خپل مشر د ټاکلو لپاره درې ځلې ټاكنې كړې وې، خو پايله يي نه وه وركړې.
په څلورم ځل د ولسي جرګې رياست ته، شكريې باكرزۍ، محمد داوود كلكاني او محمد عارف رحماني ځانونه نومولي دي.
له دريم ځل بې نتيجې رايې اخيستو وروسته د ولسي جرګې موقت مشر محمد سرور عثماني اعلان وکړ، چې د بلې دورې انتخابات به د شنبې په ورځ وشي.
د تېرې سې شنبې ورځې په غونډه کې په لومړي پړاو کې شپږو وکيلانو ځانونه کانديد کړي وو، چې عبدالقيوم سجادي او امان الله پيمان د ډيرو رايو له ګټلو وروسته دويم پړاو ته لاره وموندله.
خو په دوهم پړاوکې دوی ونه توانيدل چې د ولسي جرګې د مشر د انتخاب لپاره لازم اکثريت ترلاسه کړي.
له دې وروسته د ولسي جرګې موقت مشر د دې ستونزې د حل لپاره د جرګې د کورني دندو په کړنلاره کې د بدلون غوښتنه وکړه خو اکثر وکيلان وايي، چې دا کار د موقت مشر تر څارنې لاندې امکان نه لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


