د خوست ولايت د همغږۍ مرکز په نظامي غونډه کې دا پرېکړه وشوه، چې له دې وروسته به شکمن کسان په خپله سيمه كې د ولسوال او ياهم د سيمه ييزو شوراګانو له لارې جلبيږي او د خلكو پر كورونو، ديني مدرسو او نور ورته ځايونو به د شپې پرمهال خپلسري عمليات او تلاشي نه کيږي.

په دغه غونډه كې چې چې د خوست والي عبدالجبارنعيمي ترمشرۍ لاندې جوړه او پر والي سربېره په خوست كې د شته نظامي ارګانونو مسوولينو او په خوست کې د بهرنيو ځواکونو قوماندان هم پكې برخه اخېستي وه په دې هم ټينګار وشو، چې
هېچا ته به هم د دې اجازه نه وركوي، چې له جوماتونو او مدرسو څخه د دولت پر وړاندې ګټه پورته کړي.
د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ دا كار ځكه اړين بولي، چې له يوې خوا د خپلسرو عملياتو په لړ كې د ښځو او ماشومانو په ګډون يو شمېر كسان وژل كېږي، بل له همدغې تلاشۍ څخه په ګټې وسله وال غله په نظامي لباس كې د خلكو له كورونو غلاوې كوي.
نو كه د شپې عمليات ودرول شي له يوې خوابه د عامو خلكو په ذهنونو كې دا وېره كمه شي او له بلې خوا به د وسله والو غلو له ورته كړنو مخه هم نيول شوي وي.
د يادونې وړ ده، چې په دې ورستيو كې د خوست په لكڼو كې په نظامي لباس كې د تلاشۍ په نوم له يوه كوره ډېره ستره غلا شوې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ