ناټو ځواكونو د هېواد په جنوب كې د خپلو دوو سرتېرو د وژل كېدو خبر وركړ. سرچينې زياته کړې، چې دغه سرتېري يې پرون د افغانستان په جنوب کې د وسله والو مخالفينو په يوه مخامخ بريد کې وژل شوي دي.
ناټو ځواكونو د هېواد په جنوب كې د خپلو دوو سرتېرو د وژل كېدو خبر وركړ.
سرچينې زياته کړې، چې دغه سرتېري يې پرون د افغانستان په جنوب کې د وسله والو مخالفينو په يوه مخامخ بريد کې وژل شوي دي.
ايساف د وژل شويو سرتېرو هويت او د پيښې کره ځاى نه دى په ډاګه کړى، خو بايد وويل شي، چې په جنوب کې ډېرى امريکايي، کاناډايي او برتانوي سرتېري مېشت دي.
د روان ميلادي کال په ترڅ کې د وژل شويو بهرنيو سرتېرو شمېر ٤٣ تنو ته ورسېد، چې ډېرى يې امريکايان دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

