فراه ولايت كې د ګډو عملياتو په ترڅ كې، چې تېره ورځ د افغان او ايتلافي ځواكونو لخوا تر سره شوي وو د دولت ۵ وسله وال مخالفين په كې ونيول شول.
فراه ولايت كې د ګډو عملياتو په ترڅ كې، چې تېره ورځ د افغان او ايتلافي ځواكونو لخوا تر سره شوي وو د دولت ۵ وسله وال مخالفين په كې ونيول شول.
د فراه ولايت پوليس وايي، چې دغه كسان د ګلستان ولسوالۍ په چهارګوشه كلي كې نيول شوي او پرې تور دى، چې په ځانمرګو او بمي چاودنو كې لاس لري.
د فراه ولايت د امنيه قومندانۍ د اپراسيون امر محمد منير وايي، چې دغه نيول شوي كسان يې د پلټنو لپاره د ترهرګۍ پر وړاندې د مبارزې د پلټنو مديريت ته سپارلي دي.
نوموړي زياته كړه، چې له دغو كسانو سره يو ميل وسله هم نيول شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه عمليات د چهارشنبې په شپه د دې سيمې د تصفيې په موخه ترسره شوي وو، چې پرته له كوم زيان پاى ته ورسېدل.
وسله والو طالبانو لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ګلستان له هملند ولايت سره نښتې هغه ولسوالي ده، چې تر دې وړاندې هم په كې څو ځله افغان امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو پنجې نرمې كړي د ي.
ځايي اوسېدونكي وايي، چې په ګلستان ولسوالۍ كې د ايټالوي او امريكايي سرتېرو له شتون سره سره امنيت په خرابېدو دى.
د افغان ملي امنيتي ځواكونو كم تشكيل په دې ولسوالۍ كې د تاوتريخوالي د زياتېدو يو لامل بلل كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

