ads

بلخ كې ۵۲ ميله بېلابېلې وسلې ونيول شوې

ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې په بلخ ولايت كې يې ۵۲ ميله بېلابېلې وسلې او په تور يې يو تن نيولى دى. د ۳۰۳ پامير زون قومندان جنرال محمد داود داود په دې اړه رسنيو ته ويلي، چې دغه پاكستانۍ وسلې، چې په كې كلاشينكوفونه او مكاروف تمانچې شاملي دي له كابله دې ولايت ته […]

نویسنده: TKG
21 سلواغه 1389

ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې په بلخ ولايت كې يې ۵۲ ميله بېلابېلې وسلې او په تور يې يو تن نيولى دى. د ۳۰۳ پامير زون قومندان جنرال محمد داود داود په دې اړه رسنيو ته ويلي، چې دغه پاكستانۍ وسلې، چې په كې كلاشينكوفونه او مكاروف تمانچې شاملي دي له كابله دې ولايت ته رالېږدول كېدې، چې په لاره كې كشف او ونيول شوې.

ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې په بلخ ولايت كې يې ۵۲ ميله بېلابېلې وسلې او په تور يې يو تن نيولى دى.

د ۳۰۳ پامير زون قومندان جنرال محمد داود داود په دې اړه رسنيو ته ويلي، چې دغه پاكستانۍ وسلې، چې په كې كلاشينكوفونه او مكاروف تمانچې شاملي دي له كابله دې ولايت ته رالېږدول كېدې، چې په لاره كې كشف او ونيول شوې.

نوموړي زياته كړه، چې له څېړنو وروسته يې يو شمېر وسلې په مزار شريف كې له يوه كوره هم ترلاسه كړي.

داود زياته كړه، دغه وسلې د وراكارو كړنو د ترسره كولو لپاره بلخ ولايت ته راوړل كېدې، چې په تور يې يو تن له يو عراده موټر او نشه يي توكو سره نيول شوى دى.

نوموړي زياته كړه، چې له نيول شوي، تن څخه د دوى د نورو كسانو د موندلو په موخه پلټنې روانې دي.

جنرال داود د دغو وسلو نيول خپله يوه ستره لاسته راوړنه وبلله او زياته يې كړه، چې په دې سره به ټول هغه قاچاق كوونكي ښكاره شي، چې د هېواد شمال ته وسلې قاچاق كوي.

دا په بلخ كې لومړۍ پېښه ده، چې په ترڅ كې يې د وسلو د نيول كېدو ترڅنګ قاچاق كوونكې ډله هم پېژندل كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA