ملي دفاع وزارت چارواكي وايي،چې د۲۰۱۴ ميلادي كال وروسته به افغان ملي اردو د دې توان ولري، چې له نړيوالو ځواكونو څخه د امنيتي چارو مسوليت پرغاړه واخلي.
ملي دفاع وزارت چارواكي وايي،چې د۲۰۱۴ ميلادي كال وروسته به افغان ملي اردو د دې توان ولري، چې له نړيوالو ځواكونو څخه د امنيتي چارو مسوليت پرغاړه واخلي.
د ملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال ظاهرعظيمي د چارشنبې په ورځ د يوې خبري غونډې پرمهال وويل، چې له ۲۰۱۴ ميلادي كال وروسته له نړيوالو ځواكونو څخه د امنيتي چارو مسوليت د اخستلو پروسه به په دريو ګتګوريو وويشل شي، چې په ترتيب سره به افغان امنيتي ځواكونو ته د چارو واګي وسپارل شي، او د دې كار د ترسره كېدو لپاره دا مهال يو ګډ كميسيون كاركوي.
د ملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال ظاهر عظيمي په وينا له ۲۰۱۴ كال وروسته د نړيوالو ځواكونو وتل په هغه صورت كې اړينه ده، چې افغان امنيتي ځواكونه په بشپړه توګه سمبال او و روزل شي او د پخوا په پرتله ورته ډېره پاملرنه وشي.
عظيمي په وينا نړيوال ځواكونه، چې له كومې مودې راهيسې په افغانستان كې نظامي حضور لري، نو يواځې يې له تېرو دريو يا څلورو كلونو راهيسې د افغان امنيتي ځواكونو روزنې او سمبالنې ته پاملرنه كړې ده، او همداراز د امنيتي چارو سپارل هغه وخت مثبته تمامېداى شي، چې ملي اردو او نور امنيتي ځواكونه په درونو وسلوسمبال او ښه روزنه وركړل شي.
خو د سياسي او نظامي چارو كارپوهان په دې نظر دي، چې نړيوالو ځواكونو په قصدي توګه له تېرو لسو كلونو راهيسې د افغان امنيتي ځواكونو روزنې او سمبالنې ته هيڅ راز پاملرنه نه ده كړې.
يو شمېر نور د چارو شنونكي او عام افغانان بيا په دې نظر دي، چې د بهرنيو ځواكونو د وتلو په صورت كې به يوځل بيا د اويايمې لسيزې په شان خپلمنځي جګړې پيل او ملي اردو به وپاشل شي او له منځه به لاړه شي، دا ځكه چې د ملي اردو په ليكو كې قومي تناسب په نظر كې نه دى نيول شوى او يو زيات شمېر سرتيري د بيلابيلو تنظيمي مشرانو پورې اړوند دي.
خو د ملي دفاع وزارت وياند ظاهرعظيمي وايي، چې افغان ملي اردو د قوم او سمت په نظر كې نيولو سره نه ده رامنځته شوې بلكې د ملي اردو په لوړو پوستونو كې وړتيا او مسلكي والي ته لومړيتوب وركول كېږي.
له بلې خوا جمهور رئيس كرزي تېره ورځ د يوې خبري غونډې پرمهال هغه اوازې په كلكه رد كړې، چې ګنې د ۲۰۱۴ كال وروسته به بيا خپلمنځي جګړې پيل شي او ده داشان اوازې د بهرنيانو د تبليغاتو يوه برخه وبلله.
جمهور رئيس كرزي دغه راز زياته كړه، چې دوى به د ۲۰۱۴ كال وروسته خپل امنيتي ځواكونه او په ځانګړې توګه هوايي ځواك په درنو وسلو سمبال او په ښه توګه وروزي ترڅو د خپلې خاورې د ملي ګټو ساتلو لپاره په خپل ځان بسيا و اوسي.
بل پلوته ملي دفاع وزارت چارواكي وايي، دامهال د ملي اردو په روزنيزو ۱۷ مركزونو كې شاوخوا شل زره افغان ځوانان په روزنه بوخت دي، چې په ټوله كې د ملي اردو شمېره له يو سلو پنځو سو زرو اوړي.
د ملي دفاع وزارت په وينا دامهال د ملي اردو كلنى مصرف شاوخوا يولس ميليونه ډالره او د نړيوالو ځواكونو سل ميليارده ډالره اټكل شوى، او د دوى په وينا كه چېرې د نړيوالو ځواكونو د دې پيسو لږه برخه په افغان امنيتي ځواكونوولږول شي نو بې له شكه به د امنيتي چارو ټول مسوليت پرخپل غاړه واخلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

