ads

عمروف: په مسكو كې د بمي چاودنې حكم ما وركړى و

د چيچنيا د مسلمانو ازادۍ غوښتونكيو د ډلې يوه مشر ډوكو عمروف منلې، چې د مسكو په هوايي اډه كې د تېرې مياشتې بمي چاودنې حكم ده وركړى و. د روان كال د جنورۍ په ۲۴ مه د مسكو په دغه هوايي ډګر كې تر سلو زياتو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. د چيچنيا […]

نویسنده: TKG
20 سلواغه 1389

د چيچنيا د مسلمانو ازادۍ غوښتونكيو د ډلې يوه مشر ډوكو عمروف منلې، چې د مسكو په هوايي اډه كې د تېرې مياشتې بمي چاودنې حكم ده وركړى و. د روان كال د جنورۍ په ۲۴ مه د مسكو په دغه هوايي ډګر كې تر سلو زياتو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د چيچنيا د مسلمانو ازادۍ غوښتونكيو د ډلې يوه مشر ډوكو عمروف منلې، چې د مسكو په هوايي اډه كې د تېرې مياشتې بمي چاودنې حكم ده وركړى و.

د روان كال د جنورۍ په ۲۴ مه د مسكو په دغه هوايي ډګر كې تر سلو زياتو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

نوموړي دغې څرګندونې د انټرنېټ له لارې په يوې خپرې شوې ويډيو كې كړي او زياته كړې يې ده، چې دا د قاف په غرونو كې د روسيې لخوا د شويو جرمونو ځواب دى.

په دغه ويډيو كې نوموړي ويلي، چې دغه عمليات زما پر حكم شوي او په راتلونكي كې به هم دوام ولري.

د يادونې وړ ده، چې د ۲۰۱۰ ميلادي كال په مارچ كې، چې د مسكو په ميټرو كې كومه چاودنه شوې وه، د هغې پړه هم عمروف پرغاړه اخيستې وه.

په هغې چاودنې كې تر ۳۰ زيات كسان وژل شوي وو.

ويل كېږي، چې په ۲۰۰۹ ميلادي كال كې له مسكو څخه سينټ پيټربرګ ته په تلونكي اورګاډي كې چاودنه هم د ده لخوا پلان شوې وه، چې په كې ۲۴ تنه وژل شوي وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA