ads

د امريكايي ځواكونو پر كاروان بمي چاودنه

ځايي چارواكو د هرات ولايت په كشك رباط سنګي ولسوالۍ كې د امريكايي ځواكونو پر كاروان د سړك د غاړې ماين چاودنې خبر وركړ. د هرات ولايت د مطبوعاتي دفتر يوه تن كاركوونكي سيد احمد محمدي وويل، چې دغه پېښه پرون مازيګر رامنځته شوې، خو ځاني زيان نه لري. ځايي چارواكو د هرات ولايت په […]

نویسنده: TKG
20 سلواغه 1389

ځايي چارواكو د هرات ولايت په كشك رباط سنګي ولسوالۍ كې د امريكايي ځواكونو پر كاروان د سړك د غاړې ماين چاودنې خبر وركړ. د هرات ولايت د مطبوعاتي دفتر يوه تن كاركوونكي سيد احمد محمدي وويل، چې دغه پېښه پرون مازيګر رامنځته شوې، خو ځاني زيان نه لري.

ځايي چارواكو د هرات ولايت په كشك رباط سنګي ولسوالۍ كې د امريكايي ځواكونو پر كاروان د سړك د غاړې ماين چاودنې خبر وركړ.

د هرات ولايت د مطبوعاتي دفتر يوه تن كاركوونكي سيد احمد محمدي وويل، چې دغه پېښه پرون مازيګر رامنځته شوې، خو ځاني زيان نه لري.

نوموړي زياته كړه، چې دغه ماين په دې نږدې ورځو كې د وسله والو طالبانو لخوا ځاى پرځاى شوى و.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې ياد ځواكونه له سيمې څه د تېرېدو په حال كې وو.

بلخوا د هرات ولايت امنيتي ځواكونو په شينډنډ او كشك رباط سنګي ولسواليو كې د ورته ددو چاودنو د مخنيوي خبر وركړ.

ويل كېږي، چې د ملي پوليس او ملي امنيت د سرتېرو لخوا په ګډو عملياتو كې د سړك د غاړې دوه حلقې ماينونه، چې د وسله والو طالبانو لخوا د سړك پر غاړې ځاى پرځاى شوي وو، كشف او له منځه يوړل شول.

د پوليسو د معلوماتو له مخې تر اوسه د پېښې په تړاو څوك نه دي نيول شوي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

دا په داسې حال كې ده، چې څه موده مخكې يوناما د هېواد په لويديځ كې د روان كال په ترڅ كې د ملكي وګړو د مرګ ژوبلې په كچې كې د ۳۰ فيصده ډيروالي خبر وركړى و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA