د غزني د اندړو په ولسوالۍ كې ناټو ځواكونوشاوخوا ۴ زره ونې وهلې دي. دا ونې د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ د خاني بابا ، بند سردې او كوټي سنګي په سيمه کې وهل شوي.
د غزني د اندړو په ولسوالۍ كې ناټو ځواكونوشاوخوا ۴ زره ونې وهلې دي.
دا ونې د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ د خاني بابا ، بند سردې او كوټي سنګي په سيمه کې وهل شوي.
د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونكى جلال وايي: ((دا سيمه ما په خپله له نږدې لېدلې ده. هلته د سړك په دواړو غاړو وڼې ولاړې وې، خو اوس هېڅ هم نشته.))
د جلال په خبره دا ونې ۹ كاله وړاندې د دولت له خوا د سړك پر غاړه کېنول شوې وې.
د يادې سيمې بل اوسیدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې ياد شي، وويل :(( زموږ ځنګلونه وهل شوي، هر چا چې دا كار كړى، يو جنايت دى.))
هغه پر ولسوال نيوكه وكړه چې ولې يې د دې كار مخنيوى ونه كړ: (( څنګه كېداى شي چې يو ولسوال دې په سيمه كې له داسې ناوړه پېښې خبر نه شي.))
د غزني ولايت د اندړو ولسوال شېرخان يوسفزى وايي چې څلور زره ونې نه بلكې، څلورسوه په شاوخوا كې وهل شوې دي.
نوموړى زياتوي چې وسلوالو له دې ونو ګټه پورته کوله او ماينونه یې ښخول.
ياد ولسوال د سيمې خلک په دې پړه وبلل چې په خپل سر يې له پولنډي ځواكونو سره د پيسو پر سر خبره خلاصه كړې:((زه نه وم خبر چې پې ار ټې سيمې ته ورغلې او د سيمې خلكو په خپل سر ورسره د ونو خرڅولو فيصله كړې وه.))
د ولسوال په خبره د پې ار ټي له خوا د سيمو خلکو ته د ونو پر ورکولو سربیره د ونو له اره كولو وروسته لرګي هم خلګو ته وركول شوي دي.
خو د سیمې یو شمېر اوسېدونکي د پیسو اخیستل نه مني. د اندړو اوسېدونکی دواجان وايي:(( ماته چا یوه روپۍ هم نه ده راکړې.))
د يوسفزي د ادعا له مخې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د اندړو د ولسوالۍ مسؤليت تازه ور سپارل شوى و.
د ناټو ځواكونو وياند ډگرمن جان ډورين کلید ته په مركه كې وويل چې د روان کال په اوړي کې مخالفينو د غزني ولايت د بند سردې په سیمه کې چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي و: (( د دې لپاره چې ملکي خلک زيانمن نه شي ايساف ځواکونو ۶۰۲ ونې اره كړې دي.))
هغه زياتوي چې دا كار يې د مسلكي كسانو په مشوره كړى: ((بېرته به شنې شي كومه، ستونزه نشته.))
نوموړی زیاتوي:(( د ونو له منځه ډزې کېدې او بيا زموږ له لوري متقابلې ډزې کېدی او ملکي تلفات رامنځته کېدل، دا کار د تلفاتو د مخنیوي لپاره شوی.))
د ناټود وياند په خبره د ونو له اره كېدو وروسته امنیت ښه شوی:(( ۸۸ فیصده امنيتي پېښې کمې شوې او په تېرو ۶۰ ورځو کې هيڅ خطرناکه پېښه نه ده رامنځته شوې، دښمن هم پوهېدلى چې نشي کولای خپلې حملې د ونو له شا تنظيم او ماينونه ځای پرځای او يا نور تخريبي فعاليتونه ترسره کړي.))
خو جنرال عتيق الله امرخيل له کلید سره په مرکه کې وویل، هغه خلک چې په جنګ كې دخيل نه وي او نه غواړي چې دوى جګړه وكړي او يا يې په سيمه كې جګړه وشي، بايد دوى ته هېڅ ځاني او مالي تاوان ونه رسول شي.
هغه زياتوي چې د ونو د پرې کولو او یا د کلیو د ورانولو اصول نشته، بلکې اصول دا دي چې څرنګه په يوه سيمه كې له دښمن سره جګړه وشي، څو د سيمې خلکو ته په كې ځاني او مالي زيان وانه وړي.
د امرخيل په وينا، كله چې يو څوك د ونې شاته د جګړې پر مهال پټيږي، نو د دې پر ځاى چې ونه اره شي بايد هغه سړى له منځه يووړل شي.
د غزني ولايت د اندړو په ولسوالۍ كې د ونو پر وهلو جمهوري ریاست خپل غوڅ دريځ اعلان او دا كار يې د ولس د شتمنيو په وړاندې جنايت بللى.
د جمهور رئیس حامد کرزي دفتر هم پخلی کوي چې بهرنیو ځواکونو د غزني ولايت د خاني بابا او بند سردې ترمنځ سيمه کې له درې تر څلور زره ونې وهلې دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې بهرني پوځيان بايد د ونو له وهلو لاس واخلي ځکه دا کار د افغانستان د خلکو د شتمنيو پر ضد جنايت دی.
خو جمهور رئيس حامد كرزي د وزيرانو په شورا كې هم دې پېښې ته اشاره كړې وه او له دفاع، كورنيو چارو وزارتونو او سيمه ییزو ارګانونو يې غوښتنه كړې وه چې د ونو له پرېكولو مخنیوی وكړي.
تر دې مخکې د جمهوري ریاست يوه ګمارل شوي پلاوي په کندهار کې معلومه کړې وه چې د دغه ولايت د دریو ولسواليو اوسېدونکو ته ناټو ځواکونو په خپلو عملياتو کې تر سل مليونه ډالرو زيات زيان اړولی و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


