په افغانستان کې د امريکا سفير نن د ننګرهار سره رود ولسوالۍ ته د يوه ناڅاپي سفر پرمهال د ولسمشر کرزي له هغو پرونيو څرګندونو سل،په سلو کې ملاتړ وکړ چې په افغانستان کې دې ولايتي بيارغونکې ډلې ياپي،آر،ټي ګانې له منځه لاړې شي.
په افغانستان کې د امريکا سفير نن د ننګرهار سره رود ولسوالۍ ته د يوه ناڅاپي سفر پرمهال د ولسمشر کرزي له هغو پرونيو څرګندونو سل،په سلو کې ملاتړ وکړ چې په افغانستان کې دې ولايتي بيارغونکې ډلې ياپي،آر،ټي ګانې له منځه لاړې شي.
جنرال کارل ايکن بيري چې په افغانستان کې د امريکا د پراختيايي مرستو د ادارې يوسايډ مشر هم و رسره د سفر ملګرى و،پخپل دې سفر کې د سره رود ولسوالۍ په بازار کې پلى وګرځېد او ولسي خلکو سره يې د دوى په اقتصادي ژوند کې د راغلو بدلونونو او د افغانستان پر روانې وضعې د هغوى نظرونه وپوښتل.
بيري له هغه ښځينه کارځاى څخه هم ليدنه وکړه چې د هېواد په مرسته يې د مېوو او تازه سبزيو د لېږد ته چمتو کولو لپاره جوړشوى او په سره رود ولسوالۍ کې فعاليت کوي.
د امريکا سفير ترليدنو، کتنو وروسته کليد سره د څو دقيقو لنډو ځانګړو خبرو پرمهال وويل:هېواد يې هيله من دى، چې افغانانو ته د هېواد د مسوليت سپارنې ترڅنګ يې دوى ته ځانګړې شوې اقتصادي مرستې هم نېغ، په نېغه افغان دولت ته وسپاري.
ايکن بيري د کليد د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې د جمهور رئيس کرزي د هغو پرونيو څرګندونو ملاتړ هم وکړ، چې په افغانستان کې د بهرنيو ځايي مرستندويو ډلو د ختمولو غوښتنه يې کړې وه.
د امريکا سفير له ننګرهاره د ليدنې پرمهال افغانستان سره د خپل هېواد پرتلپاتې اړينو مرستو ټينګار وکړ.
د سره رود ولسوال سيدعلي اکبرسادات کليد ته وويل، چې د ولسوالۍ د قومي مشرانو په ګډون يې سفير او امريکايي پلاوي سره له رسنيو پټه ليدنه کې غوښتنه وکړه، چې په ولسوالۍ کې يې بايد اداري ظرفيتونه پياوړي او د ښوونې برخه کې شته ستونزې له منځه يوړل شي.
د سيمې يوشمېر خلکو بيا کليد سره خبرو کې ګيله وکړه، چې د امريکايي سفير له راتګه يې پخپله سيمه کې د رغنيزو پروژو د پيليدو ته په تمه وو، چې په وينا يې: کومه داسې خبره يې له سفيره وانه وريده.
خلکو سفير سره خبرو کې ويل، چې ترپخوا يې اقتصادي وضعه کې ښه والى راغلى، خو هغومره نه لکه چې په کاروه.
ايکن بيري خپله هم کليد سره خبرو کې د خپل سفر موخه يوازې په سره رود کې له کرنيزو او اقتصادي برخو ليدنه او په اړه يې د خلکو نظراورېدل وښوده.
ننګرهار ته له ډېر وخت راهيسې دا لومړى ځل دى، چې يو بهرنى چارواکى او استازى ورته په ناڅاپي سفر کې له ولسي خلکو سره هم ګوري او پخپله ژبه د خلکو ستونزې او غوښتنې اوري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

