د کندوز امنیتي چارواکو د دې ولايت په امام صاحب ولسوالۍ كې کې د ماین جوړولو په تور د ۵ تنو د نیونې خبر ورکړ. د کندوز ولایت امنیه قومندان عبدالرحمن سیدخیلي په یوه خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل، چې د دوی پولیسو ۵ تنه د امام صاحب په بست سیمه کې د ماین جوړولو په تور نیولي دي.
د کندوز امنیتي چارواکو د دې ولايت په امام صاحب ولسوالۍ كې کې د ماین جوړولو په تور د ۵ تنو د نیونې خبر ورکړ.
د کندوز ولایت امنیه قومندان عبدالرحمن سیدخیلي په یوه خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل، چې د دوی پولیسو ۵ تنه د امام صاحب په بست سیمه کې د ماین جوړولو په تور نیولي دي.
دغه راز سيدخيلي په امام صاحب ولسوالۍ كې له دولت سره د غلام شمس الدین تر مشرۍ لاندې د ۸ وسله والو مخالفينو د يو ځاى كېدو او په خان اباد ولسوالۍ كې د يو قاتل د نيولو خبر هم وركړ.
د كره شمېرو له مخې تراوسه په کندز کې ۲۶۰ تنه د دولت ضد وسله وال مخالفین د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم په امام صاحب ولسوالۍ کې ۱۰ تنه مخالفین له دولت سره یوځای شوي وو.
په دې ورستیو کې په یاد ولایت کې د سولې له پروسې سره د مخالفینو د یوځای کېدو بهیر ګړندی شوی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ