ads

په ۲۱ د مارچ به افغان ځواکونو ته د امنيت سپارلو بهير پيل شي

جمهور رئيس  کرزي اعلان وکړ، چې د ۲۰۱۱ ميلادي كال د مارچ په ۲۱مه به له نړيوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيت سپارلو پروسه پيل شي.نوموړي دغه څرګندونې د مونيخ امنيتي کنفرانس ته وکړې. جمهور رئيس  کرزي اعلان وکړ، چې د ۲۰۱۱ ميلادي كال د مارچ په ۲۱مه به له نړيوالو ځواکونو څخه […]

نویسنده: TKG
18 سلواغه 1389

جمهور رئيس  کرزي اعلان وکړ، چې د ۲۰۱۱ ميلادي كال د مارچ په ۲۱مه به له نړيوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيت سپارلو پروسه پيل شي.
نوموړي دغه څرګندونې د مونيخ امنيتي کنفرانس ته وکړې.

جمهور رئيس  کرزي اعلان وکړ، چې د ۲۰۱۱ ميلادي كال د مارچ په ۲۱مه به له نړيوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيت سپارلو پروسه پيل شي.

نوموړي دغه څرګندونې د مونيخ امنيتي کنفرانس ته وکړې.

جمهور رئيس کرزي ياد کنفرانس ته په خبرو كې وويل، چې افغان حکومت ژمن دى، څو په دې برخه کې خپله وړتيا او رهبري وښيي.

نوموړي وويل، چې دوى خپلې هڅې ګړندۍ کړي، چې د خپل هېواد د ملي ځواکونو شمېره زياته کړي.

له دې مخکې ناټو ويلي و، چې افغان ځواکونو ته د قدرت د انتقال پروسه به په تدريجي ډول او  حالاتو ته په کتو ترسره شي.

ټاکل شوې وه، چې دغه کار د ٢٠١٠ ميلادي کال په وروستۍ مياشت کې پيل شي، خو د افغان ځواکونو د روزنې ، تجهيز او شمېرې د زياتولو د پروسې د سست والي له امله وځنډېده.

ناټو ، چې په افغانستان کې شاوخوا ١٥٠ زره سرتېري لري ، اعلان کړى، چې د روان ميلادي کال د جولاى له مياشتې څخه به له افغانستان څخه په تدريجي ډول د خپلو سرتېرو په وېستلو پيل وکړي

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA