ads

لس وسله وال مخالفين له دولت سره يو ځاى شول

د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د افغان دولت لس تنه مخالفین د سولې له بهير سره یوځای شول. د امام صاحب ولسوال محمد ایوب حقیار په دې اړه کلید ته وویل، دغه كسان تېره شپه د ملا محمد دین په نوم د مخالفینو د یو قومندان په مشرۍ د سولې له پروسې سره […]

نویسنده: TKG
18 سلواغه 1389

د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د افغان دولت لس تنه مخالفین د سولې له بهير سره یوځای شول. د امام صاحب ولسوال محمد ایوب حقیار په دې اړه کلید ته وویل، دغه كسان تېره شپه د ملا محمد دین په نوم د مخالفینو د یو قومندان په مشرۍ د سولې له پروسې سره یوځای شول.

 

 

د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د افغان دولت لس تنه مخالفین د سولې له بهير سره یوځای شول.

د امام صاحب ولسوال محمد ایوب حقیار په دې اړه کلید ته وویل، دغه كسان تېره شپه د ملا محمد دین په نوم د مخالفینو د یو قومندان په مشرۍ د سولې له پروسې سره یوځای شول.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو كې په كندوز كې د سولې له بهير سره د مخالفينو يو ځاى كېدل ګړندي شوي دي، چې له كبله يې د ځايي چارواکو په خبره په دې سيمه كې د پخوا په پرتله امنيت ښه شوی دی.

بلخوا یو شمېر خلک بیا په دې ولسوالۍ کې د اربکیو او نا مسؤلو وسله والو له شتون څخه سرټکوي، خو چارواکي یې نه مني.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA