ads

د ولسي جرګې رياست ته نويو كسانو ځانونه ونومول

د ولسي جرگې غړي تېره ورځ هم د جرګې د ريئس په ټاکلو ونه توانېدل او له څو ساعته بحثونو وروسته د جرګې موقت مشر غونډه تر سې شنبې پورې وځنډوله، چې نوي غړي د جرګې رياست ته ځانونه ونوموي. د ولسي جرگې غړي تېره ورځ هم د جرګې د ريئس په ټاکلو ونه توانېدل […]

نویسنده: TKG
18 سلواغه 1389

د ولسي جرگې غړي تېره ورځ هم د جرګې د ريئس په ټاکلو ونه توانېدل او له څو ساعته بحثونو وروسته د جرګې موقت مشر غونډه تر سې شنبې پورې وځنډوله، چې نوي غړي د جرګې رياست ته ځانونه ونوموي.

د ولسي جرگې غړي تېره ورځ هم د جرګې د ريئس په ټاکلو ونه توانېدل او له څو ساعته بحثونو وروسته د جرګې موقت مشر غونډه تر سې شنبې پورې وځنډوله، چې نوي غړي د جرګې رياست ته ځانونه ونوموي.

له پرونۍ ناستې وروسته د ولسي جرګې څلورو غړو د رياست لپاره د جرګې اداري پلاوي ته خپل وړانديزونه ورکړل، چې په كې سيد محمد او خالد پښتون د کندهار، ابراهيم ملک زاده د غور او منورشاه بهادري د هرات استازو د رياست لپاره ځانونه نومولي دي.

نن ښايي نور غړي هم د ولسي جرګې رياست ته ځانونه ونوموي او تر سبا پورې به کمپاين کوي.

نږدې يوه اوونۍ کېږي، چې د ولسي جرګې د مشر د ټاکلو پر سر د استازو ترمنځ ناندرۍ روانې دي، خو تر اوسه په دې نه دي توانېدلي، چې دې جرګې ته قانوني مشر وټاكي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA