ads

د ولسي جرګې د غړو ترمنځ د رياست لپاره پر كمپاين اختلاف

ولسي جرګې تېره ورځ پرېكړه وكړه، چې د دې جرګې د رياست لپاره پنځم پړاو ټاكنې به د سې شنبې په ورځ ترسره شي او نويو كانديدانو ته يوه ورځ وخت وركړل شو، چې د وكيلانو د رايو د خپلولو لپاره كمپاين وكړي، خو يو شمير وكيلانو بيا د كمپاين د ترسره كېدو مخالفت كاوه […]

نویسنده: TKG
18 سلواغه 1389

ولسي جرګې تېره ورځ پرېكړه وكړه، چې د دې جرګې د رياست لپاره پنځم پړاو ټاكنې به د سې شنبې په ورځ ترسره شي او نويو كانديدانو ته يوه ورځ وخت وركړل شو، چې د وكيلانو د رايو د خپلولو لپاره كمپاين وكړي، خو يو شمير وكيلانو بيا د كمپاين د ترسره كېدو مخالفت كاوه او هغه يې د سياسي او د پولي معاملو جوړجاړى باله.

ولسي جرګې تېره ورځ پرېكړه وكړه، چې د دې جرګې د رياست لپاره پنځم پړاو ټاكنې به د سې شنبې په ورځ ترسره شي او نويو كانديدانو ته يوه ورځ وخت وركړل شو، چې د وكيلانو د رايو د خپلولو لپاره كمپاين وكړي، خو يو شمير وكيلانو بيا د كمپاين د ترسره كېدو مخالفت كاوه او هغه يې د سياسي او د پولي معاملو جوړجاړى باله.

د ولسي جرګې لنډ مهاله رئيس محمد سرورعثماني تېره ورځ د ولسي جرګې په عمومي غونډه كې وويل، چې د جرګې د رياست د لاسته راوړلو لپاره او د كمپاين په اړه داسې كورنۍ او بهرنۍ ګونګسې او بحثونه روان دي، چې وكيلان د كانديدانو څخه د رشوت په توګه پيسې اخلي، نود همدې بدنامۍ په خاطر غواړي، چې د جرګې د رياست لپاره هيچا ته د كمپاين حق ورنكړل شي او ټاكنې سمدستي پيل شي.

بلخوا بيا د ولسي جرګې نور غړي د كمپاين د ترسره كېدو ملاتړ كوي او زياتوي، چې د دې جرګې د رياست د دريم او څلورم پړاو ټاكنو په وخت كې پخوانيو كانديد شويو وكيلانو ته د كمپاين وخت وركړل شوى و، نو راتلونكي كانديدان هم د كمپاين حق لري، چې د وكيلانو د رايو خپلولو لپاره كمپاين وكړي.

ياده دې وي، چې د ولسي جرګې د پنځم پړاو ټاكنو لپاره، چې د سې شنبې په ورځ به ترسره شي، تر دې مهال ورته د دې جرګې له غړو څخه خالدپښتون، عبدالستارخواصي، انجينرمنورشاه بهادري، ډاكترمحمد ابراهيم ملكزاده، ډاكترمهدي او ملا سيد محمداخند ځانونه نومولي دي او د جرګې د رياست د خپلولو لپاره به په خپلو كې سيالۍ وكړي.

دا په داسې حال كې ده، چې تېره اونۍ د ولسي جرګې د ر ياست لپاره نهو تنو استاد سياف، محمد يونس قانوني، حاجي ظاهرقدير، ميرويس ياسيني، صديق احمد عثماني، هماسلطاني، سيداسحق ګيلاني، عبيدالله رامين اوبكتاش سياوش ځانونه نومولي و، چې د دوى ترمنځ د سياليو په پاى كې يو يې هم ونشواى كولى د دغې جرګې پنځوس جمع يو يا قاطع اكثريت ترلاسه كړي، او په دې ترتيب سره د ولسي جرګې د رياست ټاكنې پنځم پړاو ته لاړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA