ads

د ملي اردو دوه سرتېري ټپيان شول

د بادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو په بريد كې د ملي اردو ۲ سرتيري ټپيان شول. د بالامرغاب ولسوال محمد ابراهيم ګرفتار  د پېښې پخلى كوي او وايي، چې دغه بريد تېر مازيګر د بالامرغاب ولسوالۍ په جوى ګنج سيمه كې رامنځته شوى. د بادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ كې […]

نویسنده: TKG
18 سلواغه 1389
د ملي اردو دوه سرتېري ټپيان شول

د بادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو په بريد كې د ملي اردو ۲ سرتيري ټپيان شول. د بالامرغاب ولسوال محمد ابراهيم ګرفتار  د پېښې پخلى كوي او وايي، چې دغه بريد تېر مازيګر د بالامرغاب ولسوالۍ په جوى ګنج سيمه كې رامنځته شوى.

د بادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو په بريد كې د ملي اردو ۲ سرتيري ټپيان شول.

د بالامرغاب ولسوال محمد ابراهيم ګرفتار  د پېښې پخلى كوي او وايي، چې دغه بريد تېر مازيګر د بالامرغاب ولسوالۍ په جوى ګنج سيمه كې رامنځته شوى.

نوموړي زياته كړې، چې دغه نښتې دوه ساعته دوام درلود، چې د دولت وسله والو مخالفينو ته هم په كې زيان اوښتى، خو ده يې كچه ونه ښوده.

د ولسوال د معلوماتو له مخې، بريد هغه مهال رامنځته شو، چې ګډ ځواكونه په سيمه كې پر ګزمه بوخت وو.

په همدې حال كې د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ادعا كړې، چې بريد كې يې دولتي غاړې ته دروند زيان اړولى دي.

نوموړي خپلې غاړې ته هم د يوه تن د ټپي كېدو پخلى وكړ.

بالامرغاب د بادغيس ولايت هغه ولسوالي ده، چې ډېرى وخت په كې ورته پېښې رامنځته كېږي او د هېواد د لويديځ زون ترټولو ناامنه سيمه بلل كېږي.

څو ورځې وړاندې بهرنيو ځواكونو په دغه سيمه كې چاڼيز عمليات ترسره كړي وو، چې د چارواكو په وينا، په كې ۸ ملكي وګړي وژل شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA