نن سهار د اتو بجو په شاوخوا کې د کندهار ښار د پنځمې ناحيې اړوند د کابل دوه لاري په سيمه کې د بهرنيو ځواکونوله موټر سره د يوه موټرسايکل د ټکر له امله يو تن ځاى پرځاى ووژل شو.
نن سهار د اتو بجو په شاوخوا کې د کندهار ښار د پنځمې ناحيې اړوند د کابل دوه لاري په سيمه کې د بهرنيو ځواکونوله موټر سره د يوه موټرسايکل د ټکر له امله يو تن ځاى پرځاى ووژل شو.
د کندهار د ترافيکو مدير سمونوال محمدالله خان د پېښې د پخلي ترڅنګ کليد ته وويل، چې د ايساف ځواکونو يو کاروان، له کندهار څخه د کابل پر لور روان و، چې د کابل دوه لاري په سيمه کې يو موټرسايکل ورسره ټکر شو او په ترڅ كې يې موټرسايکل چلونکى ځاى پر ځاى ووژل شو.
د هغه په وينا: موټر سايکل چلوونکي غوښتل له کاروان څخه مخكې شي، چې له يادې پېښې سره مخ شو.
په دې اړه تر اوسه بهرنيو ځواکونو څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې څو ځله نورهم په کندهار ښار کې د بهرنيو ځواکونو له لوري ورته ټرافيکي پېښې رامنځته شوي، چې له كبله يې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

