په ننګرهارکې د ګوانتانامو زندان د مړشوي وروستي افغان بندي معلم اول ګل مېشتې کورنۍ نن د ناروغۍ له امله د هغه مړينه رد کړه او له بهرنيو ځواکونو يې وغوښتل، چې ژر دې د هغه مړى ور وسپاري.
په ننګرهارکې د ګوانتانامو زندان د مړشوي وروستي افغان بندي معلم اول ګل مېشتې کورنۍ نن د ناروغۍ له امله د هغه مړينه رد کړه او له بهرنيو ځواکونو يې وغوښتل، چې ژر دې د هغه مړى ور وسپاري.
د معلم اول ګل ورور حاجي نظير، چې د جلال اباد په شپږمه ناحيه کې اوسي،دا خبره کليد ته د لسګونه هغو کسانو په مخکې وکړه، چې د ورور په احتمالي جنازه کې د ګډون لپاره يې د ده د کور مخې ته راټول شوي وو.
د اول ګل ورور وويل: ګومان يې نه شي، چې ورور يې د امريکايي ځواکونو د دعوې له مخې پخپله ناروغۍ مړشوى و.
ځکه د ده په ويناد هغه تر مړينې شل ورځې مخکې هم دواړو ورونو په ټليفون خبرې کړې وې او ورور يې له کومې ناروغۍ ورته څه نه وو ويلي.
د ګوانتانامو د دې مړشوي بندي ورور دغه راز بهرني ځواکونه ترنيوکې لاندې راوستل، چې په وينايې: د ژمنې له مخې يې نن ورته د ورور مړى ور ونه سپاره.
معلم اول ګل، چې د لغمان ولايت استوګن دى،د روسانو پر وړاندې د افغان جهاد پرمهال د مولوي خالص په مشرۍ د اسلامي حزب مالي آمر و.
ده ته د نږدې سرچينو د معلوماتو له مخې هغه د مجاهدينو او طالبانو په واکمنيو کې د ننګرهار د زغروالې پوځي لېوا قومندان و، چې ورپسې د جمهور رييس کرزي د حکومت په رامنځته کېدو يې حکومت ته وسلې وسپارلې.
دى د همدې حکومت په لومړيو کې امريکايي ځواکونو د القاعدې او وسله والو طالبانو مشرانو سره د اړيکو په تور ونيول شو، چې نېږدې نهه کاله يې په بګرام او ګوانتانامو زندانونو کې تېر کړل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

