ads

په شېرزادو كې د چاڼيز عملياتو د ترسرواي خبر وركړل شو

د ملي اردو ځواکونه وايي: د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې يې د تصفيوي عملياتو پرمهال يې يو اندازه نشه يي توکيو او وسلې نيولي. په ختيځ کې د سېلاب قول د دويمې لېوا وياند ډګرمن شيرين آقا کليد ته وويل:     د ملي اردو ځواکونه وايي: د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې يې […]

نویسنده: TKG
17 سلواغه 1389

د ملي اردو ځواکونه وايي: د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې يې د تصفيوي عملياتو پرمهال يې يو اندازه نشه يي توکيو او وسلې نيولي. په ختيځ کې د سېلاب قول د دويمې لېوا وياند ډګرمن شيرين آقا کليد ته وويل:

 

 

د ملي اردو ځواکونه وايي: د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې يې د تصفيوي عملياتو پرمهال يې يو اندازه نشه يي توکيو او وسلې نيولي.

په ختيځ کې د سېلاب قول د دويمې لېوا وياند ډګرمن شيرين آقا کليد ته وويل: دغه عمليات تېره شپه د شېرزادو په مرکي خېلو سيمه كې د افغان او بهرنيو ځواکونو لخوا په ګډه شوي.

د ده په وينا: په عملياتو کې دوه سوه کيلو ترياک، شل کيلو ناچاوده توکي، دوه آر،پي،جي راکټې،يو دوه اتياملي مرمۍ او د کلاشينکوف دوه سوه مرمۍ ترلاسه شوي.

هغه په دې اړه ډېرجزيات ورنکړل، خو ويې ويل: نيول شوي نشه يي توکي هملته سيمه کې له منځه وړل شوي.

د ملي اردو وياند دغه تصفيوي عمليات د سېلاب توپان عملياتو اړوند وبلل او ويې ويل، چې دا تصفيوي عمليات يې، چې د اړتياپرمهال په ټول ختيځ زون پورې اړونديږي، اوس هم د ننګرهار په شېرزادو، خوګياڼو او حصارک ولسواليو کې دوام لري.

په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي ادارې په دې اړه له خبرو ډډه وکړه.

د ننګرهار د شېرزادو ولسوالي څه باندې مياشت وړاندې افغان او ايتلافي ځواکونو د يو لړ عملياتو پرمهال له و سله والو طالبانو څخه ونيوله، چې چارواکي وايي اوس پکې پوره دوى برلاسي دي او مخالفين يې له زوره لوېدلي.

خو يو شمېر خلک بياد دولت دا برلاسى تر ډېره د هوا بدلون پورې تړلى ګڼي او وايي: د واورو ورښت او پاکستان سره د پولو تړل کېدل ښايي په شېرزادو کې د وسله والو طالبانو د شاتګ لامل شوى اوسي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA