ads

ناپېژاندو وسله والو په هلمند كې يو ښوونځى په بمونو ونړاوه

ناپېژاندو وسله والو تېره شپه د هلمند ولايت په ناوې ولسوالۍ كې د زېړ مكتب په نامه يو ښوونځى په بمونو ونړاوه. د هلمند د پوهنې رياست مسئولين وايي: دغه ښوونځى د دولت وسله والو مخالفينو نړولى دى.     ناپېژاندو وسله والو تېره شپه د هلمند ولايت په ناوې ولسوالۍ كې د زېړ مكتب […]

نویسنده: TKG
17 سلواغه 1389

ناپېژاندو وسله والو تېره شپه د هلمند ولايت په ناوې ولسوالۍ كې د زېړ مكتب په نامه يو ښوونځى په بمونو ونړاوه. د هلمند د پوهنې رياست مسئولين وايي: دغه ښوونځى د دولت وسله والو مخالفينو نړولى دى.

 

 

ناپېژاندو وسله والو تېره شپه د هلمند ولايت په ناوې ولسوالۍ كې د زېړ مكتب په نامه يو ښوونځى په بمونو ونړاوه.

د هلمند د پوهنې رياست مسئولين وايي: دغه ښوونځى د دولت وسله والو مخالفينو نړولى دى.

دغه ښوونځى چې دژړ مكتب په نامه ياديده او  دري سوه كسانو پكې زده كړه كوله د ډاكټر نجيب الله په وخت كې د ناوې ولسوالۍ په عينك سيمه كې  جوړ شوى و.

دغه ښوونځى په داسې حال كې نړول كيږي، چې څه كم دوه مياشتې وړاندې يې سرښوونكى هم د ناپېژاندو وسله والو لخوا وژل شوى و.

په هلمند كي دعينك ښوونځى په داسي حال كې نړول كېږي، چې په دې وروستيو مياشتو او ورځو كې تر يوه بريده امنيت ټينګ شوى او په هره ولسوالۍ كې خلك د امنيت تر څنګ د ښوونې او روزنې له ادارو څخه د ښوونځيو د جوړلو غوښتنه كوي.

تر اوسه د دغه ښوونځي د نړولو پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې.

كه څه هم د ښوونې او روزنې سلاكار د ښوونځي ورانول د وسله والو طالبانو كار وباله، خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي: نه ښوونځي نړوي او نه هم چاته اجازه وركوي، چي د زده كړې مخه ونيسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA