ads

سېلابونو لسګونه كورنيو ته زيان واړولو

د طبيعي پېښو پر وړادې د مبارزې رياست لخوا خپرې شوې تازه شمېرې ښيي، چې په هرات ولايت كې تر ۳۰۰ زياتې كورنۍ د سېلابونو له كبله زيانمنې شوي او لسګونه څاروي يې له منځه تللي. د طبيعي پېښو پر وړادې د مبارزې رياست لخوا خپرې شوې تازه شمېرې ښيي، چې په هرات ولايت كې […]

نویسنده: TKG
17 سلواغه 1389

د طبيعي پېښو پر وړادې د مبارزې رياست لخوا خپرې شوې تازه شمېرې ښيي، چې په هرات ولايت كې تر ۳۰۰ زياتې كورنۍ د سېلابونو له كبله زيانمنې شوي او لسګونه څاروي يې له منځه تللي.

د طبيعي پېښو پر وړادې د مبارزې رياست لخوا خپرې شوې تازه شمېرې ښيي، چې په هرات ولايت كې تر ۳۰۰ زياتې كورنۍ د سېلابونو له كبله زيانمنې شوي او لسګونه څاروي يې له منځه تللي.

د ناتايد شويو ريپوتونو له مخې د هرات ولايت لس تنه اوسېدونكي هم وژل شوي او ۵ تنه نور لا تر اوسه نادركه دي.

په هرات كې د يادې ادارې مشر عبدالحميد مبارز حميدي وايي، چې شينډنډ، ادرسكن، ګلران، انجيل او غوريان هغه ولسوالۍ دي، چې ډېرې زيانمنې شوي دي.

نوموړي زياته كړه، چې مرستندويه ډلې يې سيمې ته استولي او دا مهال د اوښتو زيانونو د كچې معلومولو په حال كې دي.

حميدي زياتوي، چې په دې سېلابونو كې كرنيزې ځمكې له منځه وړل شوي او د ولسواليو له مركز سره د يو شمېر كليو لارې تړل شوي او خلكو ته يې ترافيكي ستونزې رامنځته كړي دي.

بلخوا له فراه ولايت څخه په رارسېدليو راپورونه كې راغلي، چې د ورښت او سېلابونو له امله ، په پشت كوه، خاك سفيد او پشت رود ولسواليو كې نږدې زر كورنۍ زيانمنې شوي او لسګونه څاروي يې له منځه تللي.

د فراه ولايت ځايي چارواكي وايي، چې تر اوسه له سېلاب ځپلو كورنيو سره د اړوندو ادارو لخوا هيڅ ډول مرسته نه ده شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA