د ولسي جرګې رياست لپاره د نويو كانديدانو ترمنځ د پنځمې دورې ټاكنې به د روانې اونۍ د سې شنبې په ورځ بيا ترسره شي. ولسي جرګې د خپلې يكشنبې ورځې په عمومي غونډه كې پرېكړه وكړه،
د ولسي جرګې رياست لپاره د نويو كانديدانو ترمنځ د پنځمې دورې ټاكنې به د روانې اونۍ د سې شنبې په ورځ بيا ترسره شي.
ولسي جرګې د خپلې يكشنبې ورځې په عمومي غونډه كې پرېكړه وكړه، چې د دې جرګې د رياست لپاره به د سې شنبې په ورځ نوي كانديدان ځانونه ونوموي او د كورنيو دندو په اصولو كې به هيڅ راز بدلونونه نه رامنځته كېږي او ټاكنې به د شته قانون پر اساس پرمخ وړل كېږي.
د ولسي جرګې لنډ مهاله رئيس محمد سرور عثماني وايي، يو شمېر وكيلانو په خپلو خبرو كې د كورنيو دندو د اصولو د بدلون غوښتنه كوله او يو شمېر نورو يې بيا د دې كار ترسره كېدلو سره مخالفت كاوه، خو څنګه چې ټول اړخونه او څرګندونې راټولې شوې پرېكړه وشوه، چې د كورنيو دندو په اصولو كې به هيڅ بدلون نه رامنځته كېږي او نوې څېرې به د ولسي جرګې رياست ځانونه ونوموي، او د پنځم پړاو ټاكنې به ترسره شي.
دا په داسې حال كې ده، چې تېره اونۍ د ولسي جرګې د ر ياست لپاره نهو كسانو استاد سياف، محمد يونس قانوني، حاجي ظاهرقدير، ميرويس ياسيني، صديق احمد عثماني، هماسلطاني، سيداسحق ګيلاني، عبيدالله رامين اوبكتاش سياوش ځانونه نومولي و، چې د دوى ترمنځ د سياليو په پاى كې يو يې هم ونشواى كولى د دغې جرګې پنځوس جمع يو يا قاطع اكثريت ترلاسه كړي او په دې ترتيب سره د ولسي جرګې د رياست ټاكنې پنځم پړاو ته لاړې، چې د سې شنبې په ورځ به ترسره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

