ads

د هېواد په لويديځ كې د سړك د غاړې درې ماينونه له منځه يوړل شول

په هرات او بادغيس ولايتونو كې د سړك د غاړې درې ځاى پرځاى شوي ماينونو كشف او له منځه يو ړل شول. د بادغيس ولايت د امنيې قومندان عبدالجبار صالح رسنيو ته ويلي، چې دوه حلقې ماينونه د قادس –قلعه نو په لويه لاره اېښودل شوي وو، چې د ځايي پوليسو لخوا كشف شول. په […]

نویسنده: TKG
17 سلواغه 1389

په هرات او بادغيس ولايتونو كې د سړك د غاړې درې ځاى پرځاى شوي ماينونو كشف او له منځه يو ړل شول. د بادغيس ولايت د امنيې قومندان عبدالجبار صالح رسنيو ته ويلي، چې دوه حلقې ماينونه د قادس –قلعه نو په لويه لاره اېښودل شوي وو، چې د ځايي پوليسو لخوا كشف شول.

په هرات او بادغيس ولايتونو كې د سړك د غاړې درې ځاى پرځاى شوي ماينونو كشف او له منځه يو ړل شول.

د بادغيس ولايت د امنيې قومندان عبدالجبار صالح رسنيو ته ويلي، چې دوه حلقې ماينونه د قادس –قلعه نو په لويه لاره اېښودل شوي وو، چې د ځايي پوليسو لخوا كشف شول.

نوموړي زياته كړه، چې دغه ماينونه د طالبانو لخوا د نظامي موټرو د له منځه وړولو په موخه ځاى پرځاى شوي وو، چې د هسپانيې د ولايتي بيا رغونې(پي ار ټي) ټيم په تخنيكي مرستې له منځه يوړل شول.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تر اوسه د دغو ماينونو په تړاو څوك نه دي نيول شوي.

په همدې حال كې د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ كې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پوليسو د يوې ماين چاودنې مخنيوى كړى.

په اړه يې د هرات ولايت د امنيه قومندانۍ د مطبوعاتي دفتر يو تن كاركوونكي سيد احمد محمدي كليد ته وويل، چې دغه ماين د بهرنيو ځواكونو د موټرو د له منځه وړولو لپاره ځاى پرځاى شوى و.

په همدې حال كې د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ادعا كړې، چې د شينډنډ ولسوالۍ په زېركوه كلي كې د يوې چاودنې په ترڅ كې د بهرنيو ځواكونو يو موټر او په كې سپاره ټول سرتېره له منځه وړي.

د طالبانو د وياند دغه ادعا تر اوسه د ځايي دولتي چارواكي يا بهرنيو ځواكونو لخوا نه ده تاييد شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA