د سرې لنکا په یوولسو ولسوالیو کې د سختو سېلابونو له کبله یو ملیون کسان زیانمن شوي دي. له بېړنیو پېښو سره د مبارزې مرکز ویلي دي، چې په شمال ختیځو او مرکزي آیالتونو کې د پشکال پرله پسې بارانونو خلک له ګواښ سره مخ کړي دي.
د سرې لنکا په یوولسو ولسوالیو کې د سختو سېلابونو له کبله یو ملیون کسان زیانمن شوي دي.
له بېړنیو پېښو سره د مبارزې مرکز ویلي دي، چې په شمال ختیځو او مرکزي آیالتونو کې د پشکال پرله پسې بارانونو خلک له ګواښ سره مخ کړي دي.
په تېره یوه اوونۍ کې سرې لنکا د سېلابونو له کبله دوه ځلې ځپل شوې ده، چې له کبله یې ۳۷ زره کورنۍ بې کوره شوې دي.
په دغو سېلابونو کې د اووه تنو مړینې او دوو نورو د لادرکه کېدو راپور هم ورکړل شوی دی.
په یادو یوولسو ولسوالیو کې د بېړنیو مرستو ۴۳۰ مرکزونه پرانیستل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې تېره میاشت د سرې لنکا په باټي کولا ام پارا او ترینکو مالیا ولسوالیو کې هم د سېلاب راوتو له کبله خلک زیانمن شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

