ads

د سرحدي پوليسو او قاچاقګرو ترمنځ وسله واله نښته

د ننګرهار په پچېراګام ولسوالۍ کې تېره شپه د سرحدي پوليسو او نشه يي توکيو قاچاقګرو ترمنځ وسله واله نښته کې شپږ قچرې ټپيانې شوي او نېږدې پينځه سوه کيلو چرس د سرحدي پوليسو لاسته ورغلي. د ننګرهار په پچېراګام ولسوالۍ کې تېره شپه د سرحدي پوليسو او نشه يي توکيو قاچاقګرو ترمنځ وسله واله […]

نویسنده: TKG
17 سلواغه 1389

د ننګرهار په پچېراګام ولسوالۍ کې تېره شپه د سرحدي پوليسو او نشه يي توکيو قاچاقګرو ترمنځ وسله واله نښته کې شپږ قچرې ټپيانې شوي او نېږدې پينځه سوه کيلو چرس د سرحدي پوليسو لاسته ورغلي.

د ننګرهار په پچېراګام ولسوالۍ کې تېره شپه د سرحدي پوليسو او نشه يي توکيو قاچاقګرو ترمنځ وسله واله نښته کې شپږ قچرې ټپيانې شوي او نېږدې پينځه سوه کيلو چرس د سرحدي پوليسو لاسته ورغلي.

په ختيځ کې د سرحدي پوليسو قومندان مل پاسوال امين الله امرخېل د يوې خبري ناستې پرمهال وويل، چې نښته د شپې پر دوو بجو په مومند سيمه کې ترهغې وروسته رامنځته شوه، چې پوليسو د پخواني راپور له مخې دلته پر اتو قچرو د قاچاق کېدونکو چرسو د نيونې لپاره کمين ونيو.

د امرخېل په وينا: قاچاقګرو يې پوليسو سره تر مخامخ کېدو وروسته د راکټ، پيکا او کلاشينکوفونو پر مټ نښته کړې، چې دوى ته پکې زيان نه دى اوښتى.

قومندان وايي: قاچاقګر د پېښې له ځايه تښتيدلي او پردوو قچرو بار چرس يې هم ورسره وړي.

د سرحدي پوليسو قومندان د نشه يي توکيو دا قاچاقګر مسلکي او پرخپلو چارو برلاسي وګڼل، خو ويې ويل پرضد يې د دوى هڅې به هم روانې وي.

قومندان امرخېل خبريالانو ته د خبري ناستې پرمهال نيول شوې قچرې او چرس هم وښودل.

څو ورځې وړاندې سرحدي پوليسو له پاکستانه را لېږدول کېدونکي يو شمېر وسلې او مهمات د تورخم په سرحدي دروازه کې له دوو تنو سره نيولي وو، چې دا چارې يې د يو شمېر خلکو له هرکلي سره مخامخې شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA