ads

ختيځ كې ۲۰۰۰ كيليو ګرامه چرس ونيول شول

د سرحدي پوليسو چارواکي د ننګرهار په سرحدي ولسوالۍ اچين کې له يوې غره ييزې سيمې څخه د عملياتو پرمهال د دوه زره کيلو چرسو د نيونې خبرورکوي. د سرحدي پوليسو چارواکي د ننګرهار په سرحدي ولسوالۍ اچين کې له يوې غره ييزې سيمې څخه د عملياتو پرمهال د دوه زره کيلو چرسو د نيونې […]

نویسنده: TKG
17 سلواغه 1389

د سرحدي پوليسو چارواکي د ننګرهار په سرحدي ولسوالۍ اچين کې له يوې غره ييزې سيمې څخه د عملياتو پرمهال د دوه زره کيلو چرسو د نيونې خبرورکوي.

د سرحدي پوليسو چارواکي د ننګرهار په سرحدي ولسوالۍ اچين کې له يوې غره ييزې سيمې څخه د عملياتو پرمهال د دوه زره کيلو چرسو د نيونې خبرورکوي.

په ختيځ کې د سرحدي پوليسو قومندان مل پاسوال امين الله امرخېل چې په يوه خبري ناسته کې يې خبريالانو ته نيول شوي چرس ښودل، وويل دا چرس يې پوليسو تېره شپه د اچين ولسوالۍ په وچ بندر غره ييزه سيمه کې نيولي.

د امرخېل په وينا: نيول شوي چرس قاچاقګرو په يوه غره ييزه سيمه کې پټ کړي وو.

په ختيځ کې د سرحدي پوليسو قومندان ترخبري ناستې وروسته کليد ته په ځانګړو خبرو کې وويل چې د معلوماتو له مخې يې په اچين او ورسره نېږدې نورو سرحدي سيمو کې سلګونه ټنه نېشه يي توکي موجود دي.

ده دلته د نېشه يي توکيو د توليدونکو کارخانو د شتوالي خبرورکړ او پکې پرکاربوخت نېشه يي کاروباريان يې د نېشه يي توکيو د نړيوالې مافياخلک وبلل.

په ننګرهارکې له وروستيو راهيسې دا څووم ځل دى چې سرحدي پوليس د نېشه يي او نورو ناقانونه  توکيو په  نيونه بريالي کېږي.

پرون هم دې پوليسو د ننګرهارپه پچېراګام ولسوالۍ کې د پينځه سوه کيلو چرسو د نيونې خبر ور کړى و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA