ads

ترافيكي پېښې لس ولسي وګړي ټپيان كړل

د کونړ په شېګل ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله لس ولسي وګړي ټپيان شول، چې چارواکي يې د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ګڼي. د کونړ مرستيال امنيې قومندان مل پاسوال عبدالصبور الله يار وايي د کونړ په شېګل ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله لس ولسي وګړي ټپيان […]

نویسنده: TKG
17 سلواغه 1389

د کونړ په شېګل ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله لس ولسي وګړي ټپيان شول، چې چارواکي يې د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ګڼي. د کونړ مرستيال امنيې قومندان مل پاسوال عبدالصبور الله يار وايي

د کونړ په شېګل ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله لس ولسي وګړي ټپيان شول، چې چارواکي يې د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ګڼي.

د کونړ مرستيال امنيې قومندان مل پاسوال عبدالصبور الله يار وايي، چې دغه پېښه پرون غرمه مهال د يوه کرولا او پيکپ موټر ترمنځ شوې ده.

هغه وايي: يو موټر له شېګل نه اسعد اباد او بل له اسعد اباد نه شېګل ته ته.

د ده په ويناپېښه کې د دواړو موټر چلوونکو ترڅنګ يو ماشوم هم ټپي شوى.

الله يار له نورو جزياتو پرته د درېيو ټپيانو روغتيا د اندېښنې وړګڼي.

د پېښې د لامل په اړه مرستيال امنيې قومندان وايي چې د چلوونکو د ناپامۍ ترڅنګ ښايي د باران له امله د سړک ښويوالى يې هم يو لامل دى.

دى زياتوي چې يو موټرچلوونکى چې روغتيايې نسبتاښه ده،ترافيکو نيولى او پلټنې ترې روانې دي.

کونړ د هېواد په ختيز کې يو له هغو ولايتونو دى چې ډېرې سيمې يې غره ييزې او د موټرو تګ،راتګ ورته کم دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA